Asset 1SWN

هرات ښار کې د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه اندېښنې

IMG_20230426_075201

د هرات ښار یو‌شمېر اوسېدونکي دغه ښار کې د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتېدو په اړه د اندېښنې ترڅنګ وايي چې هرات ښار کې ګڼ‌شمېر ماشومان پر درنو کارونو او د «کباړ» پر راټولولو بوخت دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې ماشومانو ته دې د زده‌کړو زمینه برابره شي او په وینا یې، درنو کارونو کې ماشومانو څخه ګټه اخیستل د ټولنې راتلونکې ګواښولی شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هرات یوه اوسېدونکي علي‌احمد نوري سلام‌وطندار ته وویل: «ډېری ماشومان شته چې سرپرست نه‌لري او حکومت باید ورته پام وکړي او د زده‌کړو او حرفې زمینه دې ورته برابره کړي، څو راتلونکی یې جوړ شي.»

یوشمېر دغه کارګر ماشومان بیا وايي، د اقتصادي ستونزو او بې‌وزلي له امله اړ دي چې درانه کارونه وکړي. اته کلن حکمت‌الله له سهار تر ماښامه هرات ښار کې د خلکو بوټان رنګوي.

نوموړی وايي، د ورځې تر ۸۰ افغانۍ عاید لري چې د کورنۍ اړتیاووې پرې نه‌شي پوره کولای. هغه وویل: «پلار مې مړ شوی او زه د کورنۍ سرپرست یم. پیسې چې پیدا کوم خپلې کورنۍ ته پرې ډوډۍ اخلم ورورنه مې له ما واړه دي او پلاسټکیونه ټولي، خرڅوي یې او پیسې کور کې ورکوي.»

دا یوازې حکمت‌الله نه دی، بلکې د نوموړي په شان سلګونه نور ماشومان هم ښوونځي ته د تلو او درس ویلو هیله لري، خو بې‌وزلي له زده‌کړو محروم کړي دي.

سردارولی هم له کارګرو ماشومانو څخه دی او کورنۍ یې فاریاب څخه هرات ته ګډه شوې ده. هغه سلام‌وطندار ته وايي، پلار یې د اقتصادي ستونزو له امله ایران ته تللی او اوس هغه د خپلې کورنۍ اړتیاووې پوره کوي.

نوموړي وویل: «۷کسیزه کورنۍ لرم. سهار وخته له کوره وځم او پلاسټیکونه ټولم، څو د کورنۍ اړتیاوې مې پرې پوره کړم.»

په ورته وخت کې د چارو شنونکي او مدني فعالان اندېښنه ښيي چې د ماشومانو له‌خوا درانه کارونه به ټولنه کې د جرایمو کچه لوړه کړي. مدني فعاله فرشته یعقوبي وايي: «که وضعیت همداسې دوام وکړي، د افغانستان راتلونکې به له ګواښ سره مخ شي، که نن کارګر ماشومان دي، سبا به هغه کسان وي چې بېلابېل جرمونه به کوي.»

د ماشومانو د ملاتړ موسسو ترڅنګ، د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست هم مسوولیت لري چې د ماشومانو ستونزو ته لاسرسی وکړي. دغه ریاست تېر کال د کارګرو ماشومانو ریاټولولو بهیر پیل او یوشمېر یې راټول هم کړل، خو تراوسه د دغو ماشومانو د برخلیک ټاکلو لپاره عملي ګامونه نه دي اخیستل شي.

د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ ابو منصور سلام‌وطندار ته وویل: «نږدې راتلونکې د موسسو په مرسته به له ۱۲ تر ۲۰زره ماشومان ټول کړو او د زده‌کړو، کار او د معاش د وېشلو زمینه به ورته برابره کړو.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د ماشومانو د ملاتړو بنسټونو د څېړنو پر بنسټ، افغانستان نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناکه هېوادونو څخه پېژندل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام