Asset 1SWN

ناپېژنده وسله‌والو په فاریاب کې یو کروندګر وژلی

Maimana-2-phi40ap2qo769wqkupjcwkkouu71gqbfky1nihcivc

د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولایت کې یو کروندګر وژلی دی.

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بت‌شکن سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه د وري په اوومه، دوشنبې د دغه ولایت د پښتون‌کوټ ولسوالي په «خوشباني» سیمه کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بت‌شکن زیاتوي چې یاد کروندګر پر خپلې ځمکې قلبه کوله چې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري په توپانچې ویشتل شوی او وژل شوی دی.

د هغه په خبره، یاد کسان له پېښې وروسته تښتېدلي، خو د اسلامي امارت ځواکونو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې ناپېژنده وسله‌والو د وري په شپږمه، د یک‌شنبې ورځ د فاریاب په قیصار ولسوالي کې هم یو کس په چاکو وژلی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام