Asset 1SWN

فاریاب کې ناپېژنده وسله‌والو د یوه جومات خطیب وژلی

e20c6bb9-b98e-4741-9a42-039dbbc1e492

د فاریاب مرکز میمنې ښار کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې ناپېژنده وسله‌والو دغه ولایت کې د یوه جومات خطیب نورمحمد بیدکي وژلی دی.

د سرچینې په وینا، پېښه سه‌شنبه د وري لومړۍ د میمنې ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند «تورپاختو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سرچینې زیاته کړې چې نورمحمد بیدکي د میمنې ښار اتمې امنیتي حوزه کې د «محمدیه» جومات خطیب و او د ماښام لمانځه وروسته د وسله‌والو له لوري په ګرمه وسله وژل شوی دی.

بل‌خوا سیمه کې یوه بلې سرچینې بیا ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونو د یاد خطیب وراره د پوښتنو لپاره ځان سره بیولی دی. د سرچینې په وینا، دغه خطیب له خپل ورور سره د میراث دعوه لرله.

تراوسه د یادې پېښې لامل او انګېزه نه ده روښانه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه کس داسې مهال وژل کېږي چې نن په جوزجان کې هم ناپېژنده وسله‌والو یو ۵۰کلن کس وژلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام