د اوبو نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو په نړۍ کې د اوبو د بېړني مدیریت غوښتنه وکړه

د مارچ دوه‌ویشتمه د اوبو نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان ښوونیزې، علمي او کلتوري څانګې یا یونسکو د یوه ګډ راپور په خپرولو سره په نړۍ کې د اوبو لا کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې په تلپاتې توګه د اوبو نه کارېدو، د هوا ککړتیا او ناکنټرول شوې تودوخې له کبله د انسانانو ژوند په ورکېدو دی.

لوګر کې ټرافیکي پېښې درې کسان مړه او څلور نور ټپیان کړي

د لوګر ولايت چارواکي وايي، نن ماسپښين درې بجې د کابل‌-‌ګردېز پر عمومي سړک د پل‌علم ښار اړوند په «څرخ څلورلارې» کې ټرافیکي پېښه شوې ده.
د لوګر د څلورمې پلې لېوا وياند مولوي محمد عمران سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه د یوې سراچې او مازډا د ټکر له امله شوې ده.

کابل کې د کتابونو پنځه‌ورځنی نندارتون پرانېستل شو

کابل کې یو‌شمېر ځوانانو د خلکو ترمنځ د مطالعې فرهنګ دودولو او په موځه د کتابونو پنځه ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.

د دغه نندارتون جوړونکي وايي، هڅه کوي چې د نجونو، مېرمنو او ځوانانو ناهیلي شوي ذهنونه په مطالعې سره بوخت کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: له ا.ا سره د اړیکو عادي‌ کول ناشوني دي

افغانستان کې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال له پیل سره هم‌مهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن ویلي چې د بشر حقونو نقض او د نجونو پر مخ د زده‌کړو ځنډېدو دوام به له اسلامي امارت سره د اړیکو عادي کول ناشونې کړي. بل‌خوا کارپوهان وايي چې د ښځو پر وړاندې د اسلامي امارت د اوسني چلن دوام به افغانان لا پسې اغېزمن کړي.

فاریاب کې ناپېژنده وسله‌والو د یوه جومات خطیب وژلی

د فاریاب مرکز میمنې ښار کې سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې ناپېژنده وسله‌والو دغه ولایت کې د یوه جومات خطیب نورمحمد بیدکي وژلی دی.

د سرچینې په وینا، پېښه سه‌شنبه د وري لومړۍ د میمنې ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند «تورپاختو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

پېښو ته د رسېدو وزارت: بېګانۍ زلزلې څه باندې ۵۰ کسان مړه او ټپیان کړي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د بېګاه شپې زلزلې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د مالي زیانونو سربېره ځاني زیانونه هم اړولي دي.

د یاد وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي نن (چهارشنبه د ۱۴۰۲ وري دویمه) رسنیو ته په لېږلي ویډیويي کلپ کې ویلي چې د بېګا شپې زلزلې له امله څه باندې ۵۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

جوزجان کې ناپېژنده وسله‌والو یو ۵۰کلن کس وژلی

د جوزجان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ناپېژنده وسله‌والو یو ۵۰کلن کس په ډزو وژلی دی.

د جوزجان د امنیې قومنداني د جنایي مدیریت د کشف امر شمس‌الله وثیق سلام‌وطندار ته وايي چې پېښه پرون سه‌شنبه د شبرغان ښار اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د یادې پېښې په تړاو اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو په وینا یې چې د عاملانو د نیولو هڅې روانې دي.

دایکندي کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې

دایکندي کې محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې پرون سه‌شنبه د وري په لومړۍ نېټه د یاد ولایت شهرستان ولسوالي «تګابلور» کلي کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.