Asset 1SWN

ننګرهار کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او درې اولادونه یې ټپیان کړي

nangarhar

د ننګرهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه کس خپله مېرمن وژلې او درې اولادونه یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د امنیې قومنداني وياند عبدالبصیر زابلي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه د دغه ولایت په سره رود ولسوالي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، یاد کس پر خپلې مېرمنې او اولادونه ډزې کړي چې په پایله کې یې مېرمن وژل شوې او دوه زامن او یوه لور یې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومنداني وياند عبدالبصیر زابلي زیاته کړې، تراوسه معلومه نه ده چې دغه کس ولې خپله مېرمن وژلې او اولادونه یې ټپیان کړي دي.

د یادې پېښې ټپیان د ننګرهار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

د ننګرهار د امنیې قومنداني وياند په وینا، قاتل له سیمې تښتېدلی او امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوي چې تر ډېره یې لامل بې‌وزلي، کورني تاوتریخوالي او د کس روغتیايي ستونزې په ګوته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام