د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالي کې پرون ناوخته یوه کس خپله مېرمن وژلې او له سیمې څخه تښتېدلی دی.

د روزګان د اطلاعات او فرهنګ ریيس محمد‌اصف سلام‌وطندار ته وايي چې امنیتي ځواکونو د تورن کس د نیولو لپاره خپلې هڅې پیل کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تراوسه د دغې وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې.

په ورته مهال محمداصف زیاتوي، د وژل شوې مېرمنې پلار ورته ویلي چې زوم یې مولاداد نومېږي او پر نشه‌يي توکو روږدی دی.

هغه وويل:«دغه کس چې مولاداد نومېږي، پرون یې خپله مېرمن وژلې او له سيمې څخه تښتېدلی دی. د وژل شوې مېرمنې پلار وايي چې زوم يې پر نشه‌يي توکو روږدی دی. امنيتي ځواکونو د قاتل د نيولو هڅې پیل کړي دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسي مهال ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي او شخصي شخړو پېښې زیاتې شوي چې ځینې وخت په‌کې خلکو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام