د روزګان والي علي‌جان احمد بېګاه په دغه ولایت کې یوې جوړې شوې مشاعره کې د وینا پر مهال ویلي، «هغوی چې سندرې وايي یا موسیقي غږوي، د شیطان د لښکر غړي دي.»

د نوموړي په وینا، هغه کسان چې غیراخلاقي شعرونه لیکي یا موسیقي غږوي، د شریعت خلاف کار کوي او دغه کسان هم د شیطانانو په ډله کې دي.

هغه زیاته کړې: «اوس د خوښۍ ځای دی چې د شیطانانو د لښکر غړي په دې بنډار کې نشته او اسلامي امارت به یې په تدریجي ډول مخه ونیسي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د روزګان والي ویلي: «تازه یوشمېر کسان ترانې وايي او د دې لپاره چې غږ یې ښکلی راشي، الله الله ورسره وايي چې د شریعت له مخې، د دا ډول ترانو ویوونکي د اسلام له دایرې وځي او کافر کېږي.»

په همدې حال کې د روزګان د امنیې قومانداني مرستیال ادم‌جان نعماني په دې غونډه کې د امنیت ټینګښت په اړه ډاډ ورکړی او له شاعرانو یې غوښتي چې په سیاسي برخه کې د اسلامي امارت بریا لپاره هڅې وکړي.

د یادونې ده چې د روزګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست دا مشاعره د «روزګان غږ» په نوم جوړه کړې وه او سلګونو کسانو په‌کې ګډون کړی و.

د روزګان د مرکز ترینکوټ ښار او ولسوالیو شاعرانو په دې مشاعره کې خپل شعرونه چې ډېری یې حماسي وو، ویلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام