د روزګان د ولایتي شورا مخکینی رییس امان‌الله هوتکي وايي، له هغه وروسته چې طالبانو د دغه ولایت دهراود ولسوالي نیولې، خلکو په یاده ولسوالي کې پر ټولو عامه بنسټونو چور ګډ کړی او ټولې یې لوټلې دي.

نوموړي رسنیو ته په یوه لېږلې ویډیو کې ویلي، کومه ویډیو چې پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، په دغې ولسوالي کې د یوه دارالمعلمین د لوټلو ده، خو په وینا یې، خلکو یوازې دارالمعلمین نه، بلکې د دهراود ولسوالي د ښاروالي، پوهنې او نور عامه بنسټونه هم لوټلي دي.

هغه وايي، هغه دارالمعلمین چې د لوټلو ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې، پر ټولو امکاناتو سمبال و او په وینا یې، خلکو دا هر څه له منځه یووړل او په یوه کنډواله یې بدل کړ.

د هوتکي په وینا، د دارالمعلمین ترڅنګ، د پوهنې مدیریت، ښاروالي او امنیې قومانداني ټول سندونه هم چور شوي دي. نوموړی له طالبانو غواړي چې د بیت‌المال ساتنه وکړي او د لوټلو مخه یې ونیسي.

وسله‌والو طالبانو نږدې شل ورځې وړاندې له سختې جګړې وروسته دهراود ولسوالي ونیوله.

په روزګان ولایت کې د سلیمان تخت ټولنې غړی وايي، عامه بنسټونه او هغه ځایونه چې په ولس پورې اړه لري او ټولو خلکو ته یې ګټه رسېږي، د لوټلو پر ځای باید وساتل شي.

نوموړی هم له طالبانو غواړي چې خلکو ته د عامه بنسټونو د لوټلو اجازه ور نه کړي.

د معلوماتو له مخې، اوس په دهراود ولسوالي کې د روغتون، دارالمعلمین، ښاروالي او پوهنې مدیریت په ګډون، د خلکو کورونه او هټۍ هم چور شوې دي.

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د روزګان د والي ویاند نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې پیغامونو سره سره د هغوی د نظر په اخیستو و نه توانېدو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام