د روزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د وړیا شپږ میاشتنیو زده‌کړو مرکز د کمپیوټر او انګلیسي څانګو څخه ۲۰۰ زده‌کوونکي فارغ شول.

د یادو زده‌کوونکو په فراغت‌غونډه کې د روزګان والې عنایت‌الله شجاع عصري زده‌کړې مهمي وبللې او خلک یې وهڅول، څو پر خپل ماشومانو عصري زده‌کړې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

شجاع وویل، په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده چې اسلامي او عصري زده‌کړې وشي او په وینا یې، دا چاره به مو د نورو له احتیاج څخه خلاص کړي.

نوموړي زیاته کړه چې سرپرست حکومت ژمن دی چې ټولو ته د دیني او عصري زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د روزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس اغاولي قریشي دغه فراغت‌غونډې ته وویل چې په فارغه‌شویو زده‌کوونکو کې تر ډېره بې‌وزله او د شهیدانو د کورنۍ ماشومان شامل دي.

هغه ټينګار وکړ چې یاد ریاست به هڅه وکړي، څو د زده‌کړو بهیر پراخه او په ټولو برخو کي د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

تازه فارغه شوي زده‌کوونکي د اطلاعات او فرهنګ ریاست د یادو وړیا زده‌کړو له برابرېدو د مننې ترڅنګ وايي،  ښار کې د زده‌کړو ترلاسه کولو توان نه‌لري او خوښ دي چې په وړیا توګه یې زده‌کړې ترلاسه کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست غوښتنه وکړه چې راتلونکې کې هم ورته نور وړیا پروګرومونه او د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام