Asset 1SWN

هرات کې یوه بنسټ ۱۰۰ بې‌وزله ماشومانو ته د حرفې زده‌کړې زمینه برابره کړې

060dc8bd-44e7-4027-a509-2054063a3ae3

هرات کې د یوه بنسټ له لوري ۱۰۰ اړمنو او یتیمو ماشومانو ته د فن او حرفې د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.

د یاد بنسټ مسوولان وايي چې دغه ماشومان یې له یوې سروې وروسته د ښار له بېلابېلو بې‌وزله سیمو څخه راټول او دې ورکشاپ کې یې شامل کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د «عاطفي» په نوم د دغه بنسټ مرستیال ظاهر ارشاد سلام‌وطندار ته وايي چې یادو ۱۰۰ بې‌وزله او بې‌سرپرسته ماشومانو ته یې د خیاطي، موبایل جوړولو او دست‌کول ګنډولو برخه کې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

نوموړي وویل: «دې ماشومانو ته به یادو برخو کې شپږ میاشتې زده‌کړې ورکړل شي او له فراغت وروسته به باوري تصدیق‌لیکونه هم وکړو. دغه کورسونه د استادانو له لوري وړیا تدرسېږي.»

په ورته مهال یوشمېر هغه ماشومان چې دې ورکشاپ کې ورته د حرفې او فن زده‌کړه برابره شوې، له مسوولانو غواړي چې نورو ماشومانو ته هم ورته پروګرامونه جوړ کړي.

اسامه چې د بې‌وزلۍ له امله یې ښوونځی پرېښی، سلام‌وطندار ته وویل چې د حرفې له زده‌کړې وروسته دې حکومتي مسوولان ورته د کار زمینه هم برابره کړي.

هغه وویل: «مخکې ښوونځي ته تللم، کله به مې کار کاوه او کله به هم وزګاره وم او ستونزې زیاتې وې، زه خپله د یوې اته کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړونکی یم.»

بل‌خوا د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولان وايي چې یادې ادارې تل هڅه کړې، څو دغه ولایت کې ځوانانو او ماشومانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د یاد ریاست د کار امر عبدالله سوري سلام‌وطندار ته وویل چې د روان کال پر مهال له یوې سروې وروسته لږ تر لږه له ۵۰۰ ماشومانو څخه ۳۰۰ هغه یې د فن او حرفې زده‌کړو ورکشاپونو کې شامل کړي دي.

نوموړي وویل: «دې لټه کې یو چې ماشومانو ته د کار زمینه برابره کړو او د موسسو او کار او ټولنیزو چارو ریاست له لارې د فن او حرفې پروګرامونه جوړ کړو، څو وزګارتیا له رېښې څخه ورکه کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا داسې مهال دی چې هېواد کې لا هم ګڼ‌شمېر ماشومان د بې‌وزلي او د کورنۍ سرپرست نشتون له امله له ښوونځیو پاتې او پر درنو کارونو بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام