Asset 1SWN

د ۵۵ ځواکمنولو پروژو پیل؛ په سلګونو مېرمنې په مرستونونو کې حرفې زده‌کوي

Helal-Ahmar-2-oxrnrduy6vti79faa49aqaffs9g1nzuna0d6n7qro4

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو په ۶ ولایتونو کې د اړمنو مېرمنو د ځواکمنولو لپاره د ۵۵ پروژو د پیل اعلان کړ.

د يادې ټولنې سکرټر جنرالې نیلاب مبارز نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د يادو پروژو په عملي کولو سره به مرستونونو کې له ۸۴۰ ډېرې مېرمنې په بېلابېلو برخو لکه خياطي، د سابون توليد، چرګانو، مالدارۍ او يو شمېر نورو برخو کې زده‌کړې وکړي.

د مېرمنو د پياوړي کولو دغه پروژې په کابل، هرات، ننگرهار، بامیان، کندهار او بلخ ولايتونو کې عملي کېږي.

کابل کې د مرستونونو رييس محمدسلیم وردک د يادو پروژو عملي کول د هغو ښځو پياوړي کول ګڼي چې په طبيعي او غير طبيعي پېښو کې يې د کور سرپرستان له لاسه ورکړي او  اوس مهال په مرستونونو کې دي.

دغه پروژې له ۲۴۷ زره ډالرو ډېر ارزښت لري چې پيسې يې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ورکول کېږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، له دې پيسو هرې کورنۍ ته د پروژې د نوعيت اړوند د ۱۱۵ ډالرو تجهیزات پېرل او وېشل کېږي.

د دوی په وينا، دغه پروژې ۵ کالو لپاره دوام کوي.

کلیدواژه‌ها: //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام