Asset 1SWN

اقتصاد وزارت تېر یوه کال کې ۳۷۶ نادولتي موسسو ته کاري جوازونه ورکړي

F1ttNILWcAU7fvP

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې د ۲۱ بهرنیو موسسو په ګډون ۳۷۶ نادولتي موسسو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري لومړۍ ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام کې وکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ملت ته د حکومت د ورکولو پروګرام داسې مهال پیلېږي چې تراوسه د روان مالي کال بودیجې برخلیک په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د اقتصاد وزارت له لوري د یادو نادولتي موسسو ثبت سره هېواد کې دا مهال د نادولتي موسسو شمېر ۲۳۹۳ ته رسېږي چې له ډلې یې ۲۷۲ بهرنۍ موسسې دي.

د اقتصاد وزارت مسوولانو په یاد پروګرام کې همداراز وویل چې د تېر یوه کال پر مهال یې د ۲۱۶ نادولتي موسسو جوازونه هم لغوه کړي چې څلور یې بهرنۍ نادولتي موسسې دي.

له دې سره هم‌مهاله د روان کال پر مهال په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د افغان ښځو د کار مخنیوي له امله د ځینو موسسو فعالیتونه ځنډول شوي او یا هم کم شوي دي.

ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب ټينګار وکړ چې دغه وزارت ته ۳۵۷۳ پروژو د پلې کېدو لپاره رسېدلې چې ارزښت یې میلیارډ او ۶۴۷ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

نوموړي وویل: «د یادو پروژو له ډلې چې ۲۲۳۳ پروژې چې ۶۲سلنه کېږي، د کرنې، روغتیا، ټولنیز خوندیتوب، زېربنا، طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزه، حکومتولي او ښوونه او روزنې برخې په‌کې شاملېږي. بشپړې شوې او پاتې ۱۳۴۰ پروژې تر کار لاندې دي.»

په ورته مهال د اقتصاد وزارت مسوولانو دې پروګرام کې همداراز وویل چې د تېر یوه کال پر مهال یې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ لاسته‌راوړنې هم درلودې.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري وویل چې دوی په تېر یوه کال کې د موسسو فعالیتونه تنظیم کړي او د بهرنیو هېوادونو اقتصادي بندیزونه یې تر ډېره خنثا کړي دي.

هغه وویل: «موږ اقتصادي پراختیا او وده داسې طرحه کړې چې ټولې هڅې مو د دې لپاره دي چې د هېواد‌والو د معیشتي ستونزې حل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته هېواد لا هم له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام