Asset 1SWN

د سلام‌وطندار موندنې؛ افغانستان کې ۴۹۲ پراختیايي پروژې نیمګړې پاتې دي

Banner_Mesa de trabajo 1

د سلام‌وطندار له لوري د ټولو شویو معلوماتو پر بنسټ، افغانستان کې د ۴۹۲ پراختیايي پروژو چارې چې ټولییز ارزښت یې څه باندې ۱۷۶ میلیارډ افغانیو ته رسېږي، په ټپه درېدلې دي.

د یادو پراختیايي پروژو په اړه د سلام‌وطندار څېړنې ښيي چې دغه ۴۹۲ پروژې چې په زرګونه نورې فرعي پروژې هم په‌کې شاملې دي، د نړیوالې ټولنې له لوري تمویلېدې او د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه کې د پلي‌کېدو لپاره ځای ورکړل شوی و او عملي چارې یې هم پیل شوې وې، خو د ا.ا په واکمنېدو او نړیوالې ټولنې له وتلو سره دغه پروژې نیمګړې پرېښودل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د دغو پروژو له ډلې چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه کې هم ځای ورکړل شوی وو، یوازې ۲۲ پروژې یې نوې وې او ۴۷۰ پروژې یې له تېرو کلونو ۱۴۰۰ کال ته لېږدول شوې وې.

د سلام‌وطندار د راټولو شویو معلوماتو له مخې، دغو پروژو ته له ځانګړې شویو پیسو څخه یوازې ۵۷ میلیارډ افغانۍ چې ۳۲سلنه کېږي، مصرف شوي دي.

که څه هم د یادو ټولو پراختیايي پروژو چارې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو له امله نیمګړې پاتې، خو د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، هڅه کوي چې له کورنیو عوایدو څخه په استفادې یادې پروژې پلې کړي.

د ولسي تړون پروګرام یوه له دغو پروژو وه چې ۶۵۰۰ فرعي پروژې په‌کې شاملې وې او د پلي‌کېدو لګښت یې د نړیوال بانک له لوري ورکول کېده، خو اوس یې چارې په ټپه ولاړې دي.

د ولسي تړون پروګرام په ۲۰۱۶ کال کې پیل او ټاکل شوې وه چې په درېوو پړاوونو کې تر ۲۰۲۶ کاله پورې پلی شي.

د یاد پروګرام اصلي موخه د روغتیايي، ښوونیزو او اوبو رسولو خدمتونو وړاندې کول، د اوبو مدیریت، د ښارونو او کلیو نښلول او کروندګرو لپاره د کوچنیو زېربناوو رغول وو چې په کمو پراختیايي سیمو کې پلان شوی و او د افغانستان حکومت او نړیوال بانک له لوري یې مالي ملاتړ کېده.

سلام‌وطندار ته د رسېدو معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د یادو پروژو د چارو پیلېدو او یا د پاتیو نیمګړیو پروژو د چارو بشپړېدو په تړاو هېڅ راز پروګرام تر لاس لاندې نشته او نړیوال بانک هم تراوسه د ا.ا حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

ویل کېږي د یوشمېر هغو کارکوونکو معاشونه هم نه دي ورکړل شوي چې د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې یې کار کاوه او د کلیو او پراختیا وزارت هیله‌مندي ښيي چې د نړیوال بانک له لوري د یادو پروژو کار بېرته پیل شي.

د سلام‌وطندار د موندنو پر بنسټ، ګڼ‌شمېر پروژې چې چارې یې څه باندې ۵۰سلنه مخته تللې وې، اوس د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او که پام ورته ونه‌شي مصرف شوې پیسې به ضایع شي.

ولایتونو کې د یادو پروژو وضعیت څه ډول دی؟

سلام‌وطندار په ۱۲ ولایتونو کې هغه نیمګړې پروژې هم څېړلي چې د نړیوالې ټولنې له لوري یې مالي ملاتړ کېده. دغه پروژې د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو اړوند دي چې د پلي‌کېدو چارې یې په هماغو کلونو کې پیل شوې وې.

بامیان یو له دغو ولایتونو دی چې د ۳۰ میلیارډ او ۵۰۳ میلیونه او ۵۸۰زره او ۷۹۱ افغانیو په ارزښت په‌کې د ۳۱ پروژو چارې پیل شوې وې او ۴۴.۱۴سلنه چارې یې هم مخته تللې وې، خو اوس یې کارونه ولاړ دي.

پر دې سربېره دا مهال دغه ولایت کې د ولسي تړون پروګرام اړوند د نږدې ۱۰۰ پروژو چارې هم په ټپه درېدلې دي. دایکندي کې هم د یو میلیارډ افغانیو په ارزښت د شاوخوا ۱۱۰ پروژو کارونه درېدلې دي.

له دایکندي ورهاخوا بیا غزني کې د ۵۰میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۵۰ پراختیايي پروژو چارې هم ولاړې دي چې د یادو پروژو د چارو په درېدو سره نږدې څلور زره کسان هم وزګاره شوي دي.

هېواد کې له تحولاتو وروسته نږدې ۲۲ میاشتې (د ۱۴۰۰، زمري ۲۴مه/۲۰۲۱، اګست ۱۵) مخکې غور کې د نږدې ۱۴ پروژو کار درېدلی چې ارزښت یې ۱۷ میلیارډ او ۷۰۴ میلیونه او ۴۶۹زره او ۱۰۶ افغانۍ کېږي.

د یادو ډېری پروژو چارې نږدې ۶۰سلنه مخته تللې وې چې په بشپړېدو سره به یې ۱۸زره او ۲۸۰ کسان ترې په مستقیمه توګه ګټه واخلي. هرات کې هم اوس د ۷۱۶ میلیونه او ۴۵۸زره او ۳۹۹ افغانیو په ارزښت د ۴۵۷ پروژو چارې په ټپه ولاړې دي.

پر دې سربېره کاپیسا کې ۶۶۰ پروژې چې ۴۱۰ یې د ولسي تړون پروګرام اړوند پروژې دي او شاوخوا ۲۷سلنه کارونه یې هم مخته تللي وو، اوس درېدلي چې ورسره ۱۲۱۰ کسان هم وزګاره شوي دي.

لغمان کې هم د لسو پراختیايي پروژو کارونه درېدلي، خو سلام‌وطندار یې د جزیاتو په ترلاسه کولو بریالی نه‌شو.

میدان‌وردګ هم له هغو ولایتونو دی چې دا مهال په‌کې د ولسي تړون پروګرام اړوند ۳۱۹ پروژې ولاړې دي او ارزښت یې ۵۲۹ میلیونه افغانیو ته رسېږي. نورستان ولایت کې بیا ۱۱۹ پروژې چې ۵یې د ولسي تړون پروګرام اړوند دي، په ټپه ولاړې دي.

پنجشېر کې هم د ۲۲۴میلیونه او ۹۶۸زره او ۹۳۷ افغانیو په ارزښت د ۸۵ پروژو چارې ولاړې دي چې له کبله یې ۹۷۱ کسان هم ورسره وزګاره شوي دي. پروان کې هم د ۳۱ پروژو کارونه درېدلي دي چې ارزښت یې ۳۱میلیونه او ۵۸۹زره او ۵۱۷ ډالرو ته رسېږي.

بل‌خوا بغلان کې هم د ۴۸۹پروژو چارې په ټپه ولاړې دي چې ارزښت یې ۳۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي او له کبله یې ۲۲۰ کسان هم وزګاره شوي دي.

د سلام‌وطندار له لوري د راټولو شویو معلوماتو له مخې، له څېړل شویو ۱۲ ولایتونو څخه یوازې پنځه ولایتونه (غزني، غور، کاپیسا، پنجشېر او بغلان) کې د پروژو درېدو له امله ۷۴۰۰ کسان وزګاره شوي او دې شمېرو ته په کتو ویلی شو چې هېواد کې د پراختیايي پروژو د چارو په درېدو سره زرګونه کسان وزګاره شوي دي.

دغه پروژې د کومو بنسټونو او هېوادونو له لوري تمویلېږي؟

د مالیې وزارت مسوولانو له دې وړاندې سلام‌وطندار ته ویلي، نږدې ۳۰ هغه سترې پراختیايي پروژې چې کارونه یې درېدلي، د نړیوال بانک له لوري یې مالی ملاتړ کېده.

له دې سربېره د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره «یونېسف»، د امریکا نړیواله پراختیايي اداره «یو‌اېس‌اې‌ای‌ډي» د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام «یو‌اېن‌ډي‌پي‌»، د ملګروملتونو اړوند بنسټونه او یو‌شمېر هېوادونه لکه هندوستان، د هغو پروژو مالي ملاتړي وو چې دا مهال نیمګړې پاتې دي.

دغه پروژې چې د پلي‌کېدو او بشپړېدو چارې یې په مستقیمه توګه د هېواد پر اقتصادي وضعیت اغېز لري، داسې مهال یې کارونه درېدلي چې واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته هېواد ته د نړیوالې ټولنې له لوري د ملیونونه ډالرو بشردوستانه مرستو دوام درلود.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې وړ ده چې ۴۹۲ سترې پراختیايي پروژې چې سلام‌وطندار یې په اړه دې راپور کې معلومات خپاره کړي، د هغو پروژو له ډلې دي چې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې سند کې یې د پلي‌کېدو لپاره ځای ورکړل شوی و او ولایتونو کې څېړل شوې پروژې بیا د هغو پروژو له ډلې دي چې د پلي‌کېدو چارې یې په ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو کې پیل شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام