Asset 1SWN

«د حقیقت موندنې کمیسیونونه باید خپلې څېړنې ډاګیزې کړي»

حقوق_بشر-min-p2biqki2zn0mospylt67v8e0b1kc21ymsxcka1zvk8

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د ځانمرګو بریدونو، چاودنو او وسله‌والو بریدونو په تړاو د حقیقت موندنې کمیسیونونه باید خپلې څېړنې ډاګیزې کړي.

ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې نن د لومړي ځل لپاره د بشر حقونو خپلواک کمیسیون خپل کلنی کاري راپور خپور کړ.

د ياد کمیسیون مرستیال نعیم نظري وایي، د ځانمرګو، چاودنو او د وسله‌والو بریدونو له پېښو وروسته د یادو پېښو د څرنګوالي په اړه د څېړنې کمیسیونونه جوړېږي؛ خو دغه کمیسیونونه د خپلو څېړنو پایلې له خلکو سره نه شریکوي.

د نعيم نظري په وینا، دغه کمیسیونونه بايد د پټو معلوماتو له ساتنې پرته دې نور معلومات له خلکو سره شریک کړي.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د خپل راپور په یوه برخه کې وویل، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې، په یاد بنسټ کې د تاوتریخوالي ۵ زره ۱۷۵ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۱ زرو ۱۶۷ قضیې د بشر  حقونو څخه د سرغړونې قضیې دي.

د دوی په وينا، د تاوتریخوالي ټولو قضیو څخه ۱ زرو ۹۷۳ قضیې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو پورې اړوندې دي.

دغه کمیسیون همدا راز د هېواد د خراب امنیتي وضعیت څخه په اندېښنې سره وایي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۸ زره او ۵۰۰ وګړي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او یا هم ټپي شوي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال همداراز وایي، د هېواد امنیتي وضعیت له ناورین سره مخ دی. نعيم نظري د هدفي وژنو زیاتوالي ته په اشارې سره وويل، دا ډول وژنې چې په‌کې خبریالان، د مدني ټولنو او بشري حقونو غړي شامل دي، دوه برابره زیاتوالی موندلی.

دغه کمیسیون له حکومته وغوښتل چې د امنیتي وضعیت د ښه والي او د هدفي وژنو د راکمولو لپاره دې ګوټلي ګامونه پورته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام