د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د يوه څېړنيز راپور په خپرولو سره د «نسايي اجباري معايناتو» په اړه ويلي دي چې له ۱۲۹ مېرمنو چې دوی ترې پوښتنې کړي يوازې يوې يې ويلي چې د دې د بکارت معاينات د صلاحيت لرونکې محکمې د حکم پر بنسټ شوي دي.

د دې څېړنې موندنې ښيي چې ۹۲.۳ سلنه معاينات د ښځې او صلاحيت لرونکې محکمې له حکم پرته تر سره شوي دي. ۹ نورو مېرمنو بيا ويلي چي د خپل رضايت له مخې په داوطلبانه توګه دغو معايناتو ته حاضرې شوې دي. دوی ويلي چې په داوطلبانه توګه د عدلي طب د منلو دليل يې له هغه تورونو خلاصون و چې په دوی باندې په ناروا توګه لګول شوي وو.

د بشر حقونو کميسيون په دې راپور کې راغلي چې په دې څېړنه کې له ۱۳ ولايتونو ۱۲۹ ښځو ګډون کړی و چې په تېرو درې کلونو او د جزا کوډ د انفاذ له نېټې نه وروسته يې د عدلي طب معاينات تر سره شوي او پوښتنپاڼې يې ځواب کړې دي.

ياد کميسيون ويلي، له يادې ډلې چې د دوی پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړي ۶۲ متاهلې ښځې، ۳۴ مجردې، ۱۲ کوژده شوې، ۱۴ کونډې او ۷ طلاق شوې ښځې دي.

همدارنګه له ۱۲۹ پوښتل شويو ښځو ۷۸ په محابسو کې، ۹ د پوليسو په نظارت خونو او پاتې ۴۲د امن په کورونو کې اوسېدلې.

د بشر حقونو کميسيون ويلي د بکارت معاينات او هغه معاينات چې د جنسي تېري د اثبات لکه د زنا او لواطت لپاره تر سره کېږي، شرموونکي او سپکوونکي دي او د ښځو د انساني کرامت نقض ګڼل کېږي.

په راپور کې راغلي چې د دې ډول معايناتو تر سره کول د نړيوالو قواعدو او مقرراتو لکه د ملګرو ملتونو منشور، د بشر د حقونو نړيوالې اعلاميې، د مدني او سياسي حقونو نړيوال ميثاق او د شکنجې د مخنيوي کنوانيسيون پر خلاف دي.

پر ښځو د نسايي اجباري معاینې رواني پايلې

د بشر د حقونو کميسيون په راپور کې راغلي چې د ۱۲۹ ښځو نه ۲۶ يې ویلي دي چې د معایناتو تر پای ته رسېدو وروسته يې له ور معرفي کوونکي کس نه د کرکې احساس کړی دی.۲۲ ښځو له معاینه کوونکي ډاکټر نه د کرکې احساس درلود او ۶ نورو بيا له خپلې کورنۍ نه د کرکې د احساس کولو په اړه خبرې کړې دي.

۲۴ نورو د غم او درد د احساس خبره کړې ده او ویلي يې دي چې د دې معایناتو په ترسره کېدو سره عملا شکنجه شوي دي. همدارنګه ۱۰ نورو دا تاييد کړې ده چې د معایناتو له ترسره کېدو وروسته منزوي شوي دي. ۴ نورو ویلي دي چې د معایناتو له ترسره کېدو وروسته يې د ځان‌وژنې هڅه کړې.

خو ۱۲ نورو بيا ويلي چې د معایناتو کولو له ويلو سره هم مهاله دوی د ډاکټر، معرفي کوونکي کس او خپلې کورنۍ يې نفرت پيدا کړی.

يوازې ۲۵ ښځو د نساي اجباري ( عدلي ـ طبي ) معایناتو د رواني پايلو پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د بکارت د پردې په اړه څېړنير راپور د « د لور نړيواله ورځ» سره هم مهاله خپور شو. افغانستان هغه هېواد چې کلونه په‌کې جګړې شوي او ښځې په کې ډېرې د کورني تاوتريخوالي قرباني شوې دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام