د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع او په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو کمېټې مسوولان وايي، د تېر یوه کال راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې ۲۳ فعالان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په یاده موده کې د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالانو ته د ۵۴ سختو ګواښونو شاهدان وو چې له ډلې یې د ۱۷ هغو قضیو د څېړلو په برخه کې یې لازمه مرسته ورسره کړې ده.

د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع او په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو کمېټې رییس عزیز رفیعي وايي، د بشري حقونو او مدني ټولنې دغه شمېر فعالان په ناامنه ولایتونو کې د دولت وسله‌والو مخالفانو له خوا وژل شوي دي.

د رفیعي په وینا، د بشري حقونو مدافعان له سختو ګواښونو سره مخامخ دي.

رفیعي وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعانو قضیو د څېړلو لپاره تر اوسه هېڅ ډول مکانیزم نشته.

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعانو کمېټه له حکومته غواړي چې د بشري حقونو د مدافعانو د ګواښونو او وژنې دوسیې په جدي توګه وڅېړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش چې په دې غونډه کې یې خبرې کولې وویل، نن سبا هېڅوک د حکومت له وسله‌والو مخالفانو نه په امن کې نه دي او په وینا یې، د افغانستان دښمنانو د ولسواکۍ زړه، د قانون حاکمیت، د بیان ازادي او د بشر حقونه په نښه کړي دي.

دانش وايي، دښمن هڅه کوي چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې او ارزښتونه په نښه کړي.

ولسمشر غني څه موده وړاندې د بشر حقونو د مدافعانو د خوندیتوب په موخه د خپل دویم مرستیال سرور دانش په مشري د بشري حقونو د مدافعانو کمېسیون جوړ کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام