Asset 1SWN

میلیسا چان: عمران‌خان سره تر مرکې وروسته راته د مرګ ګواښونه شوي

02990000-0aff-0242-b485-08dac49c5c87_w1023_r1_s

د جرمني د یوه ټلوېزیون خبریالې میلیسا چان پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د پاکستان له مخکیني لومړي وزیر عمران‌خان سره تر مرکې وروسته ورته د مرګ او جنسي تیري ګواښونه شوي دي.

نوموړې نن شنبه د نومبر دولسمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د مرګ او جنسي تیري ګواښونه ورته شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پاکستاني رسنیو په حواله میلیسا چان په دغه مرګه کې له عمران‌خان څخه سختې پوښتنې وکړې او هغه وروسته نوموړې پر خپله ټوېټرپاڼه د یادو ګواښونو په اړه لیکلي دي.

میلیسا چان دا نه دي ویلي چې د چا له‌خوا ګواښل شوې او نه هم عمران‌خان او د نوموړي په مشري د تحریک انصاف ګوند په دې اړه کوم غبرګون ښودلی دی.

خو یو‌شمېر پاکستاني رسنیو هم یادې موضوع ته په اشارې سره ویلي، له دې وړاندې په دغه هېواد کې هم یو‌شمېر خبریالان د عمران‌خان د خوښې خلاف څرګندونو له امله ګواښل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه خبریالان پر ټولنیزو رسنیو د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له‌خوا په مرګ ګواښل شوي او سپکاوی ورته شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام