د پاکستان لومړی وزیر او د کرکټ مخکښ ستوری د سترې محکمې د نه باور رایې وروسته اعلان وکړ چې تر وروسي بال پورې پاکستانلپاره جنګېږي اوخپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

هغه دا خبرې پرون شپه د دغه هېواد د پارلمان د انحلال په اره د سترې محکمې د رایې اعلان وروسته په خپل ټویټر کې لیکلي دي. هغههمداراز لیکلي چې د جمعې په ورزځ به ولس ته وینا وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا
په داسې حال کې ده چې د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پارلمان انحلال غیرقانوني بللې او هغه یې بېرته برحاله کړې. دېمحکمې عمران خان ته د نه باور رایې د طرحې ردول هم د قانون خلاف بللې دې.

د پاکستان پارلمان د لومړي وزیر عمران خان په وړاندیز او د دغه هېواد د ولسمشر په منظورۍ منحل شوی و. خو د پاکستان سترېمحکمې پرون دا پرېکړه غیرقانوني وبلله او ویې ویل، لومړی وزیر حق نه لري چې ولسمشر ته د پارلمان د منحلولو مشوره ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ
پاکستاني
رسنیو راپور ورکړی چې سترې محکمې د پاکستان د پارلمان رییس اسد قیصر ته امر کړی چې د شنبې په ورځ د اپریل په نهمهد سهار لس بجې دې بېرته غونډه راوبلل شي، څو د لومړي وزیر پر ضد د نه باور رایه ورکارول شي.

د پاکستان د سترې محکمې په حکم کې راغلي: « که چېرې د لومړي وزیر لپاره د نه باور رایه تایید شي، پارلمان به نوی لومړی وزیروټاکي

ټاکل شوې وه د عمران خان د حکومت پر ضد د نه باور رایه د یکشنبې په ورځ د اپریل په ۱۴ وکارول شي؛ خو د پاکستان د پارلمانمرستیال قاسم خان سوري دغه پلان غیر قانوني وباله او رد یې کړ. هغه ویلي و، هغه ګام چې د نظام د بدلون لپاره په پام کې نیول شویو، رد کړی او « زه په دې اړه ټول ملت ته مبارکي وایم

وروسته له هغه چې د عمران خان د حکومت پر ضد د نه باور رایې طرحه رد شوه، هغه د پاکستان له ولسمشر عارف علوي څخه وغوښتلچې پارلمان منحل کړي، څو نوي ټاکنې ترسره شي. عارف علوي هم د عمران خان په غوښتنه د پاکستان پارلمان منحل کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام