د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پارلمان منحلول غیرقانوني بللې او هغه یې بېرته برحاله کړې. 

محکمې عمران خان ته د نه باور رایې د ورکولو د طرحې رد هم د قانون خلاف اعلان کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان پارلمان د لومړي وزیر عمران خان په وړاندیز او د دغه هېواد د ولسمشر په منظورۍ منحل شوی و. خو د پاکستان سترې محکمې نن دا پرېکړه غیرقانوني وبلله او ویې ویل، لومړی وزیر حق نه لري چې ولسمشر ته د پارلمان د منحلولو مشوره ورکړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې سترې محکمې د پاکستان د پارلمان رییس اسد قیصر ته امر کړی چې د شنبې په ورځ د اپریل په نهمه د سهار لس بجې دې بېرته غونډه راوبلل شي، څو د لومړي وزیر پر ضد د نه باور رایه ورکارول شي.

د پاکستان د سترې محکمې په حکم کې راغلي: « که چېرې د لومړي وزیر لپاره د نه باور رایه تایید شي، پارلمان به نوی لومړی وزیر وټاکي.»

ټاکل شوې وه د عمران خان د حکومت پر ضد د نه باور رایه د یکشنبې په ورځ د اپریل په ۱۴ وکارول شي؛ خو د پاکستان د پارلمان مرستیال قاسم خان سوري دغه پلان غیر قانوني وباله او رد یې کړ. هغه ویلي و، هغه ګام چې د نظام د بدلون لپاره په پام کې نیول شوی و، رد کړی او « زه په دې اړه ټول ملت ته مبارکي وایم.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وروسته له هغه چې د عمران خان د حکومت پر ضد د نه باور رایې طرحه رد شوه، هغه د پاکستان له ولسمشر عارف علوي څخه وغوښتل چې پارلمان منحل کړي، څو نوي ټاکنې ترسره شي. عارف علوي هم د عمران خان په غوښتنه د پاکستان پارلمان منحل کړ.

د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د پارلمان منحلول یې غیرقانوني بللې او هغه یې بېرته برحاله کړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام