پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې د دغه هېواد پارلمان نن دوشنبه لومړي وزیر عمران خان ته په واک کې د پاتې کېدو او یا هم له واک څخه د ګوښه کولو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل کړي. د رایې ورکولو بهیر به اووه ورځې دوام وکړي.
ټاکل شوې وه چې لومړي وزیر عمرانخان ته د باور او یا هم د نه باور رایې بهیر د تېرې جمعې پر ورځ پیل شي، خو د پارلمان رییس له لوري چې ویل کېږي عمرانخان ته نږدې کس دی، دغه لړۍ یې دوه ورځې وځنډوله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د لومړي وزیر عمران خان مخالفو ګوندونو د نوموړي د استېضاح طرحه پارلمان ته وړاندې کړې او لومړی وزیر یې د پاکستان په اقتصاد او بهرني سیاست کې په ناغېړۍ او خراب مدیریت تورن کړی چې د یادو ګوندونو په وینا، عمرانخان نور د خپلې دندې د مخته وړلو وړتیا نه لري.
مخالفو ګوندونو د پاکستان اوسنی واکمن حکومت تورن کړی چې له حکومتي وسایلو څخه په استفادې د عمران خان په ګټه تبلیغات کوي؛ خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد دغه تورونه رد کړي دي.
دا په داسې مهال ده چې یوشمېر ګوندونو خپل لاریونونه پیل کړي او د پاکستان له ایالاتونو څخه د پلازمېنې اسلاماباد پر لور روان دي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر مسلم لیګ چې اوس یې مشري د نوموړي لور مریم نواز کوي، د عمران پر خلاف یې ستر لاریونونه پیل کړي دي.
واک څخه د عمران د لرې کولو لپاره د دغه هېواد په پارلمان د حکومت د مخالفو ګوندونو د غړیو ۱۷۲ رایې په کار دي چې د مخالفو ګوندونو په وینا، باوري لري چې دغه رایې به ترلاسه کړي؛ ځکه د اوسني واکمن ګوند یوشمېر غړي هم له دوی سره یوځای شوي دي.
په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر عمران ټينګار کړی چې له واک څخه نه لرې کېږي او استعفا به ورنه کړي. نوموړي په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې د رایې ورکولو پایله هر څه وي، خو بیا هم له واک څخه نه لرې کېږي او له مبارزې پرته نه تسلیمېږي