د پاکستان کورنی کړکېچ؛ پارلمان نن عمران‌خان ته د باور او نه باور رایې کاروي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې د دغه هېواد پارلمان نن دوشنبه لومړي وزیر عمران خان ته په واک کې د پاتې کېدو او یا هم له واک څخه د ګوښه کولو لپاره د رایو ورکولو بهیر پیل کړي. د رایې ورکولو بهیر اووه ورځې روان وي. ټاکل .شوې وه چې دغه بهیر تېره جمعه پیل شي، خو دوه ورځې وځنډول شو

شاوخوا ۶۰۰ امریکايي سرتېري د ډیپلوماټانو د امنیت لپاره افغانستان کې پاتې کېږي

یو امریکايی ډيپلوماټ وايي، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سفارت د امنیت ساتنې په موخه شاوخوا ۶۰۰ سرتېري په دغه هېواد کې پرېږدي. دغه ډيپلوماټ ټینګار کوي چې ټول د افغان سولې پروسې د دوام په اړه ناهیلي دي او امریکا هڅه کوي چې د خپلو سیمه‌ييزو شریکانو په مرسته طالبان خبرواترو ته اړ کړي.

الماني ځواکونه به ۱۰ میاشتې نور هم په افغانستان کې وي

د المان پارلمان د دغه هېواد د دولت هغه طرحه تایید کړه چې له مخې به یې الماني ځواکونه ۱۰ میاشتې نور هم په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي. دغه پارلمان پرون د یوې نوې طرحې په تایید سره خپل پوځ ته اجازه ورکړه چې د ناټو د یوې برخې په توګه خپل ۱۳۰۰ سرتېري د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنوري میاشتې له ۳۱مې پورې په افغانستان کې وساتي.

بایډن: له افغانستانه د سرتېرو را اېستلو موده له پامه غورځولی شم

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، کولای شي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را اېستلو موده له پامه وغورځوي.
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې بایډن بېګاه د امریکا په دفاع وزارت کې د خپلې لومړنۍ وینا پر مهال ډیپلوماسي د دغه هېواد د دولت تر ټولو لومړۍ وسیله بللې او په وینا یې، هېڅکله به د امریکا د مهمو ګټو د دفاع په برخه کې له قهریه قوې نه لاس وا نه‌خلي.