د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، کولای شي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را اېستلو موده له پامه وغورځوي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې بایډن بېګاه د امریکا په دفاع وزارت کې د خپلې لومړنۍ وینا پر مهال ډیپلوماسي د دغه هېواد د دولت تر ټولو لومړۍ وسیله بللې او په وینا یې، هېڅکله به د امریکا د مهمو ګټو د دفاع په برخه کې له قهریه قوې نه لاس وا نه‌خلي.

د نوموړي په وینا، د امریکا نظامي ځواک باید تر ټولو وروستۍ حل‌لاره وي او د دغه هېواد د دفاع وزارت اصلي او مهم ماموریت پر امریکا د دغه هېواد د دښمنانو د برید مخنیوی دی.

هغه ټینګار کړی چې په نړۍ کې به په مسوولانه ډول د اوږدمهاله جګړو د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې ښايي د دوحې په هوکړه کې پر ټاکل شوې مودې خپل سرتېري له افغانستانه و نه باسي.

تر دې وروسته د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ رییس مکېنزي وویل چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو را اېستل د دغه هېواد له شرایطو سره تړلي دي.

د امریکايي جمهوري غوښتونکي سناتور لینډزي ګراهام هم د همدې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له سي‌بي‌اېس خبري شبکې سره په خبرو کې وویل چې امریکايي ځواکونه به تر مې میاشتې پورې له افغانستانه را و نه وځي.

د نوموړي په وینا، امریکايي ځواکونه به هغه مهال له افغانستانه راووځي چې هلته مناسب شرایط برابر شي. هغه زیاته کړې، طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او په دې برخه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن او د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلېنکن کار تاییدوم.

لینډزي ګراهام د افغانستان د مطالعې ډلې د راپور موندنو ته په اشارې ویلي، دا ډله ښو پایلو ته رسېدلې ده. یادې ډلې چې د امریکا د کانګرېس له لوري ټاکل شوې وه او د دغه هېواد د دواړو ګوندونو استازي په‌کې وو، په خپل راپور کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو نامسوولانه را وتل به په دغه هېواد کې د نویو کورنیو جګړو د پیل لامل شي.

په دغه راپور کې د امریکا له نوي دولت نه غوښتل شوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د را اېستلو لپاره ټاکل شوې موده له پامه وغورځوي او په دې برخه کې ورو مخې ته ولاړ شي.

د یادونې ده هچې امریکا د ۲۰۲۰ کال په فبروري میاشت کې له طالب ډلې سره له ۱۸ میاشتنیو خبرواترو وروسته د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

ټاکل شوې وه امریکايي سرتېري د دغه هوکړه‌لیک له مخې، د ۲۰۲۱ کال د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي. دغه راز، طالبان به پر امریکايي ځواکونو له بریدونو لاس اخلي او له ټولو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي، خو د افغان دولت او امریکايي چارواکو په وینا، دا ډله تر اوسه د القاعده شبکې په ګډون، له نورو ترهګرو ډلو سره ژورې اړیکې لري او د دوحې په هوکړه کې یې پر خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام