Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان یوې محکمې د عمران‌خان د نیولو امر کړی

296539_3150187_updates

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد محکمې د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران‌خان د نیولو امر کړی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان یوه لوړپوړي قاضي پرون د عمران‌خان د نیولو حکم لاسلیک کړی او نن شنبه دغه حکم رسنیز شو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د راپورونو له مخې، د پاکستان یوې محکمې د پولیسو یوه افسر او یوې ښځینه قاضي ته د سپکاوي په تور د هغه د نیولو حکم کړی دی.

عمران‌خان د تېرې زمري میاشتې په ۲۹مه خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال ویلي و چې د اسلام‌اباد د پولیسو رییس او یوې ښځینه قاضي زېبا چودري پر وړاندې به قانوني اقدام وکړي.

زېبا چودري د دوو ورځو لپاره د عمران‌خان د دفتر رییس شهبازګل د نیولو امر کړی و.

د پاکستان حکومت او عمران‌خان تراوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام