د پاکستان سیاسي بحران د لومړي وزیر عمران خان له دندې لرې کېدو سره هغه مهال پای ته ورسېد چې د دغه هېواد پارلمان عمران خان ته د نه باور رایه ورکړه.

د پاکستان د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد ( پي ډي ایم) د عمران خان پر ضد پارلمان کې د نه باور مصوبه وړاندې کړې وه، خو د ملي شورا مشر چې د واکمن ګوند غړی هم دی، دغه مصوبه رد کړه او ادعا یې وکړه، چې امریکا د عمران حکومت د ړنګولو هڅه کړې او پاکستان ته یې له ګواښه ډک لیک استولی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له هغه وروسته اپوزېسیون ګوندونه سترې محکمې ته مراجعه وکړه او قاضیانو د پارلمان رییس ته امر وکړ چې د شنبې په ورځ دې د لومړي وزیر پر ضد د نه باور رایه وکارول شي.

نن بیا هم د عمران خان په مشرۍ د واکمن ګوند اړونده د پارلمان مشر اسد قیصر د سترې محکمې له امر څخه سرغړونه وکړه او استعفا یې ورکړه ، خو له هغه وروسته داپوزیسیون ګوندونو غړو وکیلانو  د نه باور رایه ورکړه او د واکمن ګوند وکیلان له پارلمان څخه ووتل.

د پاکستانیو رسینو د راپورونو له مخې، د پاکستان د پارلمان ۱۷۴ کسانو د لومړي وزیر پر ضد د نه باور رایه وکاروله او عمران خان یې له دندې لرې کړ.

« د قانون له مخې، په پاکستان کې چې څوک لومړی وزیر کېږي باید ۱۷۲ رایې ولري او چې لرې کېږي هم باید پر ضد یې ۱۷۲ رایې وکارول شي.»

د اپوزېسیون  ګوندونو لخوا د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور شهباز شریف د لومړي وزارت لپاره کاندید دی او کېدای شي سبا لوړه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه راز، د پاکستان د پارلمان ريیس اسد قیصر هم له خپلې څوکۍ څخه استعفا ورکړه.
قیصر وویل:‏ « زموږ لپاره تر ټولو لومړی ملک پاکستان دی، زه د ملک خلاف د سازش برخه نه شم جوړېدای.»

دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د لومړي وزیر پر ضد د نه باور رایې طرحه بریالی کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام