ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی

ایران کې له یوشمېر افغان کډوالو سره د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن، ځينې ویډیوګانې رسنيزې شوي چې ګڼ‌شمېر غبرګونونه یې راپارولي دي.

د ټولنیزو رسنیو یو‌شمېر افغان کاروونکي ایران کې افغان کډوالو سره د ایرانیانو د چلن څرنګوالی غیرانساني کار بولي او غندنه یې کوي.

شنونکي: د نړیوالو مرستو بندېدو سره به هېواد کې انساني ناورین رامنځته شي

د اروپايي ټولنې، فرانسې، المان، ایټالیا، ناروې، بریټانیا او د امریکا ځانګړیو استازیو پرون جمعه په یوې ګډه خبرپاڼه کې ویلي، له دې وروسته د دوی مرستې د اسلامي امارت کړنو پورې تړلې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت له ښځو او قومي لږکیو سره ښه چلن نه لري.

روزګان؛ يوه کس ۶۵۰ بې‌سرپرسته مېرمنو ته د کار زمينه برابره کړې

اغا‌شيرين چې د ترينکوټ ښار په يوه مارکېټ کې په لاس د جوړو شویو غاړو او نورو بېلا‌بېلو توکو کاروبار کوي، وايي چې اوس ورسره په دې کار کې شاوخوا ۶۵۰ کونډې مېرمنې پر کار بوختې دي.

نوموړی وايي چې دغه بې‌سرپرسته مېرمنې ورسره په ورځنۍ مزدورۍ کار کوي او د غاړو او نورو ګنډونو په بدل کې پیسې ورکوي.

کندهار کې د یوه ماشوم د وژنې په تور څلور کسان نیول شوي

امنیتي چارواکي وايي چې د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند ځواکونو په دغه ولایت کې د یوه ماشوم د وژنې په تور څلور کسان نیولي دي. د کندهار د امنیې قومندان ویاند محمداصف حکیمي سلام‌وطندار ته وايي چې نیولو شویو کسانو دوه ورځې وړاندې دغه ماشوم د پنجوايي ولسوالي په «دوراهي سیاه» سیمه کې په خپل کې وژلی وو.