اغا‌شيرين چې د ترينکوټ ښار په يوه مارکېټ کې په لاس د جوړو شویو غاړو او نورو بېلا‌بېلو توکو کاروبار کوي، وايي چې اوس ورسره په دې کار کې شاوخوا ۶۵۰ کونډې مېرمنې پر کار بوختې دي.

نوموړی وايي چې دغه بې‌سرپرسته مېرمنې ورسره په ورځنۍ مزدورۍ کار کوي او د غاړو او نورو ګنډونو په بدل کې پیسې ورکوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اغا‌شيرين زیاتوي، هره مياشت د خپلې کورنۍ لپاره ۲۵ زره افغانۍ ګټي او دغه مېرمنې هم له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاووې پوره کوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «دغه کار چې ما پیل کړی، شاخوا ۵ کاله کېږي. تراوسه زما سره دلته په دې کار کې شاوخوا۶۵۰ کونډې او ناچاره مېرمنې پر کار بوختي دي. زه او هغوی له همدي لارې کار کوو او د خپل کورنۍ اړتياوي پوره کوو.»

نوموړی زیاتوي چې د يادو ښځو په لاس جوړې شوې غاړې او توکي له هېواد څخه بهر هم صادرېږي او بهر ميشتي افغانان يې اخلي. د اغاشيرين دوکان ته د ورځې سلګونه مېرمنې چې مجبورۍ په مخه کړي، ورځي او ورڅخه د ورځې مزدوري غواړي.

ساميه چې د اغا‌شیرین هټۍ‌ ته راغلې او غواړي دا کار پیل کړي، خو هغه په وینا چې لومړی یې کار باید د دوکاندار له‌خوا ومنل شي او بیا کولای شي چې دا کار پیل کړي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «زموږ د کلي نورو ښځو هم د دغه هټۍ څخه مزدوري اخیستې وه، زه هم راغلمه چې وګورمه، څومره پيسې ما ته پر مزدوري راکوي، هغه مرستې چې دلته د خلکو سره کېږي، موږ ته نه رسېږي. اولادونه مو وږي دي، ځکه موږ اوس دلته په مزدورۍ پسې راغلي يو.»

دغه مېرمنې زیاتوي چې اقتصادي ستونزو اړې کړي د کمو پیسو په بدل کې هم کار وکړي. دا داسې مهال دی، د «ګالوپ» په نامه یوې امریکايي موسسې څه موده وړاندې ویلي وو، افغانستان کې د فقر زیاتوالي له امله د دغه هېواد ۹۴ سلنه خلک د خپل ژوند وضعیت څخه ځورېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه بنسټ زیاته کړې وه، د افغانستان ۷۵ سلنه وګړي خپلو کورنیو ته د خوراک د برابرولو توان نه‌لري او د نارینه‌وو په پرتله تر ډېره ښځې له خپل ژوند څخه کړېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام