د روزګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۲۱۹ پراختیايي پروژو د تطبیق چارې پیل شوي دي.
د یاد ولایت د مسوولانو په وینا، دغه پراختیايي پروژې ۹۰۰ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د روزګان په چورې او چنارتو ولسوالیو کې تطبیقېږي.
د روزګان مسوولانو همداراز وویل چې د يادو پروژو د تطبیق له امله دغه ولایت کې تر ۱۰۰زره زياتو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده. د روزګان د کليو بیارغونې او پراختیا ریس عبدالغني بلال سلاموطندار ته ویلي چې د يادو پراختیايي پروژو تطبیق سره به سيمه کې د نورو پروژو د پليکېدو لپاره هم زمينه برابره شي.
نوموړي وویل: «د دې موسسې څخه زياته مننه کوم چې په انکشافي برخه کې کار کړی دی، ځکه دغه يو اساسي کارونه دي او زموږ ولس هم د پلچکونو او لارو جوړيدو ته اړتيا لري او دوی دغه ستونزو ته پام کړی دی.»
له دې سره روزګان کې د سنايي پراختیايي موسسې مسوولان چې د یادو پراختیايي پروژو د عملي کولو چارې مخ ته وړي، وايي، د دې پروژو چارې به يونيم کال کې بشپړې شي.
د سنايي موسسې استازي زبیر احمد بدلون وویل: «زموږ ټوله بوديجه د دغه کار لپاره د ۸۰۰ څخه تر ۹۰۰ ميليونه افغانيو پوري کېږي چې اداري مصارف او ټول کارونه پکې شامل دي. تر۱۰۰ زره زيات کسان په دغه پروژو کې زموږ سره کار کولای شي. دغه به ټول هغه کسان وي چې د خپل کلي اوسېدونکي وي د خپل کلي ضروري کارونه چې دوی په خپل خوښه موږ ته انتخاب کړي، هغه پروژي به تطبیق کوي.»
په ورته مهال هغه کسان چې په يادو پروژو کې پر دندو ګومارل شوي، وايي، مخکې بې دندو وو او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس ګرېوان وو.
د روزګان اوسېدونکي قریبالله روحان وویل: «يو خو دا چې زموږ غریب ولس هغه څوک چې خوراکه نهلري، د هرې کورنۍ لپاره موږ ته ۱۲زره افغانۍ راکوي چې په دې سره زموږ ستونزې حل کېږي او بله ګټه يې دا ده چې زموږ په سيمو کې د بیارغونې کارونه کېږي. ويالې پاکېږي پخوا به دغه ويالې د اشر په ډول پاکېدلې چې وروسته به د سېلابونو راتلو له امله بېرته لهمنځه تللې.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
روزګان کې د ۹۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د پراختیا پروژو چارې داسې مهال پیلېږي چې تر دې مخکې د روزګان اوسېدونکو له وزګارتیا څخه شکايتونه کول.