رویټرز خبري اژانس د نړیوال بانک له قوله رپوټ ورکړی چې د دغه بانک تمویلوونکي په پام کې لري چې د روانې ډسمبر میاشتې تر لسمې پورې د افغانستان د کنګل شویو پیسو او دغه هېواد ته یې د لېږد په اړه پرېکړه وکړي.

دغه خبري اژانس نن د نړیوال بانک د ویند له خولې ویلي، د افغانستان د بیارغونې صندوق سره مرسته‌کوونکي چې د نړیوال بانک له لوري مدیریت کېږي، هوکړه کړې چې تر راتلونکې یوې اوونې پورې مرستندویه بنسټونو ته د پیسو د لېږد په اړه پرېکړه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نړیوال بانک ویاند که څه هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، خو ټينګار یې کړی چې دغه پرېکړه تېره ورځ نیول شوې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی وو چې د نړیوال بانک پلاوی په روانه اوونۍ کې د افغانستان د بیارغونې صندوق څخه د خوړو نړیوال پروګرام او یونیسف ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو له ورکړې څخه ملاتړ کړی وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د مخکیني حکومت له سقوط سره هم‌مهاله بهر کې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې او د نړیوال سازمانونو له لوري دغه هېواد سره نغدي مرستې ودرول شوې. دغه وضعیت د افغانانو پر وضعیت سیوری غوړولی او اوس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام