رویټرز خبري اژانس نن د یوې باوري سرچینې له قوله رپوټ ورکړی چې نړیوال بانک د یوه داسې وړاندیز د وروستي کېدو په درشل کې دی چې له مخې یې، د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۵۰۰ میلیونه ډالر ازادوي. 

د رویټرز په رپوټ کې راغلي چې ټاکل شوې د نړیوال بانک مدیره پلاوی نن په دې برخه کې په غیررسمي توګه سره وویني او په دې اړه خبرې وکړي. د دغه وړاندیز پربنسټ، د افغانستان له بیارغونې صندوق څخه ۵۰۰ میلونه ډالره له دغه هېواد سره د بشري مرستې په توګه ورواستول کېږي. اوس په دغه صندوق کې ۱.۵ میلیارده ډالره شتون لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینو ویلي چې تمه ده دغه پیسې د بشري او مرستندویه سازمانو په واک کې ورکړل شي او ډېره برخه به یې د روغتیا په سکتور کې ولګول شي.

اقتصادي کارپوهانو ویلي چې دغه مرستې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د هواري لپاره اغېزمنې دي. خو تراوسه افغانستان ته د دغو پیسو د لېږد څرنګوالی نه دی روښانه شوی، ځکه د دې وېره شته هغه مالي بنسټونه چې د یادو پیسو په لېږد کې ښکېل دي، د امریکا له بندیزونو سره به مخ شي.

بل‌خوا سرچینو رویټرز ته ویلي چې دغه پیسې به په افغانستان کې د بېړنیو روغتیايي ستونزو د هواري لپاره، چېرته چې ۷ سلنه وګړي یې د کورونا ویرووس پر وړاندې واکسین شوې، ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند منلې وه چې واشنګټن له نړیوال بانک او نورو مرستندویه بنسټونو سره د یادې بودیجې د استفادې د څرنګوالي په اړه په ځانګړې توګه د هغو کسانو د معاشونو ورکولو چې «په حیاتي برخو لکه روغتیا او پوهنه» کې په کار بوخت دي، کار کوي.

نړیوال بانک د اسلامي امارت په راتلو سره له افغانستان سره خپلې مرستې وځنډولې او د دې ترڅنګ امریکا هم له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي او د افغانستان بانک شتمنۍ یې کنګل کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د بیارغونې صندوق په  ۲۰۰۲ کال کې رامنځ ته شو او د نړیوال بانک له لوري اداره کېږي. د دغه صندوق ل مالي سرچینو څخه د غیرعادي بودجې لپاره استفاده کېږي چې څه باندې ۷۰ سلنه بودیجه یې د نړیوالو مرستو له لارې تمویلېږي. د افغانستان د بیارغونې صندوق څخه د پیسو د لېږد هره پرېکړه باید د تمویلوونکو له لوري تایید شي او امریکا د دغه صندوق تر ټولو لوی تمویلوونکی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام