Asset 1SWN

له افغانستان سره د نړیوال بانک ۹۷،۵ میلیونه ډالره وړیا مرسته

bbda6bc4-35ad-4150-ae3c-5508bd06abec-p2zm89ermtqwku2caxp9nlft0h178r8a05vqcmzpv0 (1)

د نړیوال بانک مدیره پلاوي پرون له افغانستان سره د دغه بانک ۹۷،۵ میلیونه ډالره وړیا مرسته تصویب کړې ده.

دا پیسې به د نړیوالې پرمختیايي ادارې له لوري د وچکالۍ او د کورونا ویروس له کبله د خوراکي خوندیتوب په موخه د افغانستان په کلیو کې ولګول شي.

نړیوال بانک ویلي چې د دغو مرستو یوه برخه به په افغانستان کې د وچکالۍ اغېزو د ژر مخنیوي په برخه کې ولګول شي.

د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دا مرستې به د وچکالۍ د اغېزو کموالي په موخه د بې‌قید او شرطه نغدي مرستو ورکولو او د پیسو په بدل کې په ۷۸ ولسوالیو کې د شاوخوا ۲،۲ میلیونه کسانو لپاره چې وچکالۍ او د خوراکي خوندیتوب نه شتون ځپلي، د کاري اسانتیاوو برابرولو په برخه کې ولګوي.

د مرستې دا کڅوړه د انعطاف پروژې لپاره د نړیوال بانک د ۲۲۲،۵ میلیونه ډالرو له ډلې ده چې ۱۱۵ میلیونه ډالره یې د افغانستان د بیارغونې صندوق له لوري ورکول کېږي، ۸ میلیونه ډالره د مالي ګواښونو نړیوال سازمان او ۲ میلیونه ډالره یې هم د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د انعطاف‌مننې پروګرام وجهي صندوق له لوري ورکول کېږي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر رییس هینري کرالي ویلي، افغانستان هغه هېواد دی چې اقلیمي بدلونونو او طبیعي پېښو له کبله تر نورو هېوادونو ډېر اغېزمن شوی او د دغه هېواد د هوا او اوبو د بدلون پر وړاندې د ځواب ورکولو کمزوري سېسټم تر ټولو ډېر زیانمن کړی دی.

د نوموړي په وینا، دا مرسته به له افغان دولت سره مرسته وکړي، څو د وچکالۍ زیان اړوونکو اغېزو کموالي په برخه کې چې میلیونونه افغانان یې له بې‌ځایه کېدو او بې‌وزلۍ سره مخامخ کړي، اغېزناک ګامونه اوچت کړي.

په یاده خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د انعطاف پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري عملي کېږي او پر هغو بنسټونو به په‌کې تمرکز وشي چې له ماتېدونکي وضعیت نه د وتلو لپاره ورته اړتیا ده.

د نړیوال بانک په وینا، افغانستان له سختې او دوامدارې وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دی او دغه وضعیت پر اقتصادي پرمختیا او د ثبات پر تامین بدې اغېزې کړې دي.

دغه بانک وايي، طبیعي پېښې او د اوبو او هوا بدلونونه لامل شوي چې خلک له کلیو نه ښارونو ته را کډه شي او دغه کار د کلیو د اوسېدونکو په منځ کې د بې‌وزلۍ او خوراکي خوندیتوب د نه موجودیت لامل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام