Asset 1SWN

په یوه شپه او ورځ کې ۱۱۴ کسان پر کورونا اخته شوي

کرونا-300x200

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۱۴۰۲ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي. د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې ۳ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۱۱۴ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په ۱۱ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه راز، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۲۳ اخته کسان بېرته رغېدلي دي. د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۴۳۰ زره او ۸۵۴ کسانو د کورونا ټېسټونه کړي چې د ۶۳ زره او ۵۹۸ هغو پایلې مثبتې ختلې دي. د دغه وزارت په خبره، په یاده موده کې ۲ زره او ۷۴۵ کسان پر کورونا د اخته کېدو له کبله مړه شوي او ۵۴ زره او ۶۸۶ نور بیا بېرته ښه شوي دي.



په نړۍ کې بیا تر اوسه له ۱۶۳ میلیونه او ۲۱۸ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۳ میلیونه او ۳۸۴ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۱۴۱ میلیونه او ۵۴۷ زره نور بېرته ښه شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې ډېر کسان پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا هغه هېواد دی چې کورونا ترې تر ټولو ډېره قرباني اخیستې او تر اوسه په‌کې له ۵۹۹ زرو نه ډېر کسان د دې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام