Asset 1SWN

هېواد کې د کورونا د مثبتو پېښو ډېروالی؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۰ کسان مړه شوي

crona-afg-770x434-1-p6ir2kn6a0enpbsxrkx0iw2806uq6p2flov3msc78s

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۱۹۹۳ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي. د دغه وزارت د اعلان له مخې، په یاده موده کې پر کورونا ۱۰ اخته کسان مړه شوي او ۳۶۵ نور پرې اخته شوي دي. دا شمېرې چې په ۲۴ ولایتونو کې ثبت شوي، په وروستیو څو میاشتو کې تر ټولو لوړې هغه دي. په همدې موده کې ۵۶ نور کسان چې پر دغه ویروس اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۴۱۲ زره او ۷۹۸ کسانو ټېسټونه کړي چې ۶۱ زره او ۱۶۲ هغه پر دغه ویروس اخته شوي او ۲ زره او ۶۶۴ نور یې له کبله مړه شوي دي. دغه راز، په یاده موده کې ۵۳ زره او ۷۵۰ کسان بېرته رغېدلي دي.

په نړۍ کې بیا تر ننه له ۱۵۴ میلیونه او ۹۹۸ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې له ۳ میلیونه او ۲۴۱ زرو نه ډېرو کسان پر دغه ویروس د اخته کېدو له کبله مړه شوي او له ۱۳۲ میلیونه او ۴۸۵ زرو نه ډېر بېرته ښه شوي دي.



امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې تر ټولو ډېرې شمېرې ثبت شوې دي. امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې تر ټولو ډېره قرباني اخیستې ده. په دغه هېواد کې تر ننه له ۵۹۲ زرو نه ډېر کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام