په هېواد کې د کورونا ویرووس د مثبتو پېښو د زیاتوالي سره هم‌مهاله، حکومت د دولتي ادارو د کارکوونکو د کاري رژیم د بدلون طرحه وړاندې کړې وه چې له مخې یې، د دولتي ادارو هغه کارکوونکي چې له ۵۵کلونو څخه پورته عمر لري، پر تنفسي او د زړه پر ناروغۍ اخته وي، اړ دي چې له کور څخه کار وکړي.

اوس له دغې طرحې نږدې یوه نیمه میاشت تېرېږي او د روغتیا وزارت وایي چې د دولتي ادارو د فعالیتونو د طرزالعمل پر بیا کتنې بوخت دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې دغه وزارت د دولتي ادارو د فعالیتونو د بیا پیل نوي شرطونه په ډاګه کړي او هر کله چې دغو ادارو خپل فعالیتونه د روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم کړل، کولای شي په عادي توګه خپلې چارې پرمخ بوځي.

د دولتي ادارو د فعالیتونو بیا پیل لپاره په داسې حال کې نوی طرزالعمل «لارښود» وړاندې کېږي چې له دې وړاندې د کورونا ویرووس له امله په هېواد کې ښوونځي، پوهنتونونه او ټول ښوونیز مرکزونه تړل شوي وو.



خو د پوهنې او لوړو‌ زده‌کړو وزارتونو د نوې طرحې له مخې، له دې وروسته د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم، په هېواد کې ښوونځي او پوهنتونونه پرانسیتل کېږي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام