د دولتي ادارو د کاري مهالوېش د تنظیم نوی لارښود جوړېږي
په هېواد کې د کورونا ویرووس د مثبتو پېښو د زیاتوالي سره هممهاله، حکومت د دولتي ادارو د کارکوونکو د کاري رژیم د بدلون طرحه وړاندې کړې وه چې له مخې یې، د دولتي ادارو هغه کارکوونکي چې له ۵۵کلونو څخه پورته عمر لري، پر تنفسي او د زړه پر ناروغۍ اخته وي، اړ دي چې له کور څخه کار وکړي.