د عامې روغتیا وزارت په کابل او بغلان کې د «تورې چڼاسې» ناروغي د پېښو له ثبت وروسته په سمنګان ولایت کې هم د دې ناروغي د درېیمې مثبتې پېښې د ثبت خبر ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د کورونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو په اړه د اندېښنې تر څنګ، وویل چې د «تورې چڼاسې» یا تور قارچ ناروغي هغه بله یوه ده چې پر کورونا اخته کسان پرې اخته کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، دا ناروغي په هغو کسانو کې لیدل کېږي چې د وجود دفاعي یا ایمني سېسټم یې کورونا زیانمن او کمزوری کړی وي. هغه زیاتوي، هغه کسان چې سرطان، شکر او ځینې نورې ناروغۍ لري او کورونا هم ځپلی وي، پر دې ناروغي اخته کېږي.



د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، د «تورې چڼاسې» ناروغي په بېلابېلو بڼو، لکه د مخ، سترګو، خولې او پوزې په تورېدو سره راڅرګندېږي چې په خبره یې، د ځینو ناروغانو پر مغزو هم برید کوي.

ساه‌لنډي او په سږو کې د غوچوړو کیندل او د وینې بهېدنه د تورې چڼاسې ناروغي نورې نښې نښانې دي چې په خپاره شوي ډول کې یې د وجود نور ارګانونه هم پرې اخته کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

وحید مجروح هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالي په اړه هم خبرداری ورکوي او وايي، دغه ویروس لا هم په چټکۍ سره روان دی او که خلک یې جدي ونه ګڼي، افغانستان به سخت وځپي. د هغه په وینا، د کابل په ګډون، په ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د کورونا مثبتې پېښې په ډېرېدو دي.

هغه کسان چې د کورونا له کبله یې د وجود دفاعي سېسټم کمزوری شوی وي، د «تورې چڼاسې» یا تور قارچ پر ناروغي اخته کېږي او له نیمايي لږ ډېره برخه یې د همدې ناروغي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ویروس له یوه کس څخه بل ته د لېږد وړتیا نه لري او د مړینې کچه یې هم ۵۵ سلنه ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام