د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د افغان متخصصانو له لوري د کورونا د نوې یا هندي بڼې «ډلټا» د تشخیص خبر ورکوي او وايي، تر اوسه د کورونا په مثبتو پېښو کې له ۵۵ تر ۶۰ سلنې یې د ډلټا هغه دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه وزارت په مرکزي لابراتورونو کې یې د کورونا ۱۹ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې ۱۱ ډلټا یا هندي او اته یې هم الفا یا انګلیسي هغه پېژندل شوې دي. د نوموړي په وینا، په هېواد کې د کورونا له کبله د وضعیت خرابېدو یا د مړینې کچې لوړېدو لامل د هندي بڼې یا ډلټا ډېر خپرېدل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مجروح روغتیایي سپارښتنو ته د خلکو پر نه پام هم نیوکه وکړه او په خبره یې، لا هم په یوشمېر ولایتونو کې هوټلونه پرانېستي دي او د دغو هوټلونو خاوندان یا هم مېلمانه څو ورځې وروسته روغتیايي مرکزونو ته د بسترېدو لپاره ورځي.



هغه که څه هم پر وضعیت د ځینو محدودیتونو لګېدل د لمس وړ بولي، خو زیاتوي چې په ښارونو کې په ښه ډول نه دي مدیریت شوي او که دغه کار شوی وای، وضعیت به تر اوسه ډېر ښه و.

د روغتیا وزارت سرپرست وايي چې د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو له کبله د ټولنې د بېلابېلو لوریو له فشار سره مخ دي او په وینا یې، هره ورځ یې ۵۰ سلنه هغوی ته پر قناعت ورکولو تېرېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه ټینګار کوي چې روغتیا وزارت اړ دی، څو د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو د برخلیک لپاره یوه طرحه جوړه کړي. د مجروح په خبره، نن به د روغتیا وزارت په چوکاټ کې یوه ملي کمېټه جوړه کړي، څو په دې برخه کې کار وکړي.

وحید مجروح وايي، یاده کمېټه به همدا نن د پوهنې او لوړو زده‌کړو له وزارتونو، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو له ټولنې سره په همغږۍ پر داسې طرحې وکړي چې د وقایوي ټکو په پام کې نیولو سره ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پیل شي.

د روغتیا وزارت سرپرست په نږدې راتلونکي کې له امریکا څخه د «جانسون جانسون» په نوم د کورونا واکسین د را رسېدو خبر ورکړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام