Asset 1SWN

د کورونا درېیمه څپه؛ په یوه شپه او ورځ کې ۵۴۷ کسان پرې اخته شوي

Coronaaaa-300x169

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۲ زره او ۶۳۲ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۱۰ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۵۴۷ نور پرې اخته شوي دي. تازه شمېرې چې په ۱۹ ولایتونو کې ثبت شوي، په وروستیو میاشتو کې تر ټولو لوړې هغه دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۴۶ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي. دغه وزارت وايي، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۴۴۶ زره او ۴۵۶ کسانو ټېسټونه کړي چې له ډلې یې د ۶۶ زره او ۲۷۵ هغو پایلې مثبتې ختلي او ۲ زره او ۸۱۲ کسان یې بیا له کبله مړه شوي دي. دغه راز، په دې موده کې ۵۶ زره او ۳۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي.



په نړۍ کې بیا تر ننه له ۱۶۷ میلیونه او ۷۰ زرو ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۳ میلیونه او ۴۶۹ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۴۸ میلیونه او ۱۱ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې ډله کې امریکا هغه هېواد دی چې دغه ویروس ترې ډېره قرباني اخیستې او تر ننه په‌کې له ۶۰۳ زرو نه ډېر کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام