د کوچني اختر له را رسېدو سره هم‌مهاله په ښار او بازار کې د ښاریانو ګڼه‌ګوڼه او د روغتیایي لارښوونو له هغې‌ ډلې ټولنیز واټن په پام کې نه نیول، پرکورونا ویرووس د اخته کسانو شمېر ډېر کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي‌زی، د ښاریانو له لوري روغتیایي لارښوونې په پام کې نه نیول د اندېښنې وړ بولي او خبرداری ورکوي، که هېوادول په کوچني اختر کې یوبل سره لیده کاته او تګ راتګ بند نه کړي او روغتیایي لارښوونې په ځانګړې توګه ټولنیز واټن، د ماسک کارول او د لاسونو وینځلو ته پام ونه ګړي. د اوسنیو شمېرو په پرتله به د کورونا ویرووس له امله د قربانیانو شمېر خورا زیات شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوګ‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال وایي، په ایران، پاکستان او هند کې پرکورونا ویرووس د اخته کسانو د شمېرو د زیاتوالي سره هم‌مهاله افغانستان کې هم پر دې وبا د اخته کسانو په شمېرکې ډېروالی راغلی او په وروستیو اوونیو کې په منځنۍ کچه په هېواد کې د ورځې له۲۰۰ تر ۲۵۰پورې د کورونا نوې پېښې ثبت او له امله یې له ۵ تر۱۰کسان مړه کېږي.

د مدني ټولنې یو‌شمېرغړي په ایران، هند او پاکستان کې د کورونا ویرووس د مثبتو پېښو د ډ‎ېروالي او دغو هېوادونو ته د افغانانو تګ راتګ د اندېښې وړ بولي او خبرداری ورکوي که هېوادوال روغتیایي لارښوونې په پام کې ونه نیسې او دغو هېوادونو ته تګ راتګ کم نه کړي، افغانستان په ځانګړي توګه پولې ته څېرمه ولایتونه به یوځل بیا د کورونا ویرووس د لومړۍ څپې ترخې ورځې تجربه کړي.



هرات کې د مدنې ټولنې غړی سیداشرف سادات وایي، په ګاونډيو هېوادونو کې د کورونا درېیمې څپې په خپرېدو سره د هېواد سرحدي ولایتونو ته د دې وبا د درېیمې څپې د رالېږد اندېښنه ډېره شوې او په وینا یې، د حکومت له لوري باید دغو هېوادونو ته پر تګ راتګ بندیز ولګول شي.

عامې روغیتا وزارت  په داسې حال کې د کورونا ویرووس د مثبتو پېښو د ډېروالي خبر ورکوي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې، د کورونا ویرووس له امله ۱۲کسان مړه شوي او۲۲۱پېښې تازه ثبت شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام