سلام‌وطندار دا ځل له هغو افغان زده‌کړیالانو او د رسنیو او مدني ټولنې فعالانو سره د سولې په تړاو خبرې کړي چې د زده‌کړو یا هم د مجبورۍ له کبله ترکیې ته کډوال شوي او بېرته هېواد ته د ستنېدو په اړه فکر کوي.

 د دغو ځوانانو له ډلې څخه د رسنیو فعاله، انځورګره او شاعره منیره اورګنج ده چې له کارادنیز پوهنتون څخه د ژورنالېزم او عامه ادارې په برخو کې د لېسانس دوه سندونه لري او له تېرو څو کلونو راهیسې په ترکیه کې خپلې زده‌کړې کوي.

منیره اوس په ترکیه کې د ژورنالېزم په برخه کې  د ماسټرۍ پر زده‌کړو بوخته ده. هغه وایي، په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د ټينګښت لپاره ورځې- شپې شماري او هیله یې په خپل هېواد کې ژوند کول دي.

منیره اورګنج یوه ځوانه او لوستې نجلۍ ده. د نوموړې په وینا، د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو جګړو کې تر ټولو ستر روحي او ځاني زیان ځوان ټبر، په ځانګړې توګه هغو نجونو لیدلی چې د ژوند له ټولو اسانتیاوو لرې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي، په افغانستان کې د خلکو، په ځانګړې توګه د ځوانانو پر وړاندې ډېرې ستونزې پرتې دي او اوسني وضعیت کې هم نږدې نیمايي افغان نجونې د زده‌کړو حق نه لري.

منیره د افغان ماشومانو او ځوانانو راتلونکې ته د اندېښنې ترڅنګ وایي، افغان ماشومان درنو کارونو ته اړ کېږي چې دغه کار د دوی راتلونکی ګواښي، د ماشومانو ترڅنګ ځوانان هم له خپل راتلونکي نا‌هیلې دي او په اړه یې اندېښنه لري چې دا کار د دوی ژوند ګواښلی شي.

منیره د ناامنیو له وېرې د افغان ځوانانو د تېښتې او پر افغانستان یې د ناوړه پایلو په اړه د سلام‌وطندار د پوښتنې په ځواب کې وايي، لویه برخه ځوانان څنګه چې یې حق دی، هوسا ژوند څخه نه‌دي برخمن. هغه زیاتوي، همدا لامل دی چې ګڼ‌شمېر کسان دغه ژوند ته د رسېدو په هیله نامنظمې کډوالۍ ته زړه ښه کوي.

اورګنج وايي، کومو کسانو چې په نامنظمو لارو کډوالي کړې، خپل ژوند یې له لاسه ورکړی، پر رواني ناروغیو اخته شوي او یا هم د ډېرو ستونزو په زغملو سره د موخې هېواد ته رسېدلي دي. د نوموړې په وینا، څنګه یې چې په بهرنیو هېوادونو کې د ښه ژوند لپاره تمه وي، هغسې ژوند ته لاسرسی نه مومي او کلونه له یوه بې‌برخلیک وضعیت سره مخامخ کېږي.



د هغې په وینا، هغه ځوانان چې له افغانستان څخه بهر زده‌کړې کوي، هره شېبه په هېواد کې د سولې ټینګښت ته شېبې شماري او دې ته په تمه دي چې هېواد ته د سولې په راتلو سره به دوی هم خپل وطن کې د ژوند تېرولو هیلې ته ورسېږي.

اورګنج زیاتوي، افغان ځوانان له پامه غورځول شوی نسل دی چې په اوسنیو شرایطو کې خپل هېواد ته نه‌شي ستنېدلی. نوموړې وايي، هیله لري چې طالبانو سره د سولې خبرې مثبتې پایلې ته ورسېږي، څو لږترلږه خلک خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی پیدا کړي. هغه له طالبانو سره په خبرو کې د ښځو د ونډې په اړه اندېښنه ښيي او وايي، نه غواړي یو ځل بیا د ښځو حقونه تر پښو لاندې شي.

 په همدې حال کې اسلم تېمور په اروپا کې مېشت د رسنیو او مدني ټولنې یو بل فعال دی چې له طالبانو سره د سولې په اړه بېل لیدلوری لري.

اسلم تېمور طالبانو سره د افغان دولت او د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه کې د نورو هغو هېوادونو په پرتله چې د سولې په اړه په‌کې غونډې جوړې شوې، د ترکیې ونډه مهمه بولي.

د هغه په خبره، ترکیه او پاکستان هم له طالبانو سره ښې اړیکې لري او افغان دولت کولای شي له شته فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي. د اسلم‌ تېمور په وینا، طالبان داسې یوه وضعیت کې چې د افغان دولت نیمګړتیاوې خپل اوج ته رسېدلي، په راتلونکي حکومت کې د ونډې اخیستو لپاره لېواله دي.

 هغه وایي، که څه هم طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبرو له پیل څخه په دغه بهیر کې نیمګړتیاوې وې، خو بیا هم افغانان په هېواد کې د سولې ټینګښت ته هیله‌مند دي.

په ترکیه کې یو بل افغان کډوال حیات‌الله بېګ‌اوغلي هم په افغان سوله کې د قطر، پاکستان او روسیې په پرتله د ترکیې رول هیله‌ بښونکی بولي.

دغه ځوان شاعر او مدني فعال اوس د ترکیې په استانبول ښار کې درانه کارونه کوي. نوموړی وایي، له روان وضعیت او د طالبانو او دولت له اقداماتو داسې ښکاري چې افغانستان به یو ځل بیا د کورنیو جګړو خوا ته لاړ شي او افغانان به بیا تېرې تورې ورځې تجربه کړي.

هغه ټول افغانان چې د جګړو او ناامنیو له امله یې خپل هېواد پرېښی او نورو هېوادونو ته یې پناه وړې، د تلپاتې سولې د ټینګښټ غوښتونکي دي. دوی وايي، که افغانستان کې تلپاتې سوله راشي، بېرته به خپل هېواد ته ستانه شي.

تمه وه د افغان سولې په اړه د ترکیې ناسته د روان میلادي کال د اپرېل په ۲۴مه د دولت، طالبانو او د سیمې او نړیوالو هېوادونو د استازیو په ګډون د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي او د ۱۰ ورځو لپاره دوام وکړي، خو دا ناسته تر نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام