د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په وروستیو اوونیو کې د کورونا د مثبتو پېښو او له کبله یې د مړو شویو کسانو شمېر مخ په لوړېدو دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي سلام‌وطندار ته ویلي چې په روانه اوونۍ کې پر کورونا د اخته کسانو شمېرې د تېرې هغې په پرتله له ۵۰ تر ۶۰ سلنې لوړې شوې دي. د نوموړي په وینا، په روانه اوونۍ کې هره ورځ له ۲۵۰ تر ۳۸۰ کسان پر کورونا اخته کېږي چې تېره اوونۍ دا شمېر له ۱۲۰ تر ۱۸۰ پورې و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

علیزی زیاتوي، په وروستیو اوونیو کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په کابل او سرحدي ولایتونو، لکه ننګرهار، کندهار او هرات کې ثبت شوې دي. د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، هره ورځ له ۶ تر ۱۰ کسان چې پر کورونا اخته دي، مړه کېږي.

د روغتیا وزارت د ویاند مرستیال د اختر ورځو کې پر کورونا د اخته کېدونکو کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه خبرداری ورکوي او له خلکو غواړي چې د کورونا د مثبتو پېښو او قربانیانو د شمېر زیاتوالي مخنیوي لپاره دې یو د بل کورونو ته له تګ‌راتګ نه ډډه وکړي.



یوشمېر افغانان هم په وروستیو اوونیو کې د کورونا د مثبتو پېښو ډېروالی او د خلکو نه پاملرنه د اندېښنې وړ بولي. د هرات اوسېدونکي محسن او مېرمن کریمي وايي، حکومت، په تېره د روغتیا وزارت باید د عامه پوهاوي پیغامونه ډېر کړي، څو خلک د اختر په ورځو کې له ډېر تګ‌راتګ څخه ډډه وکړي.

د دوی په وینا، افغانستان ته کورونا ویروس له ګاونډیو هېوادونو رالېږدول شوی او اوس هم تر ټولو ډېرې اندېښنې په همدې برخه کې دي چې حکومت یې باید لپاره لاس په‌کار شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲ او ۱۸۱ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوې دي. په دې ډله کې د ۲۹۳ هغو پایلې مثبتې ختلي او ۹ نور کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام