د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا د اخته کسانو ۹۲۲ شکمنې پېښې کتل شوي چې له ډلې یې ۱۶۶ هغه مثبتې ختلي او په همدې موده کې ۵ کسان چې پر دغه ویروس اخته وو، مړه شوي دي.

پر کورونا ویروس د اخته کسانو تازه شمېرې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي. په همدې حال کې په یوه شپه او ورځ کې له دې ناروغۍ ۱۱۹ کسان بېرته رغېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کورونا وبا له خپرېدو راهیسې په ټول هېواد کې پر کورونا ویروس د شکمنو ۴۰۶ زره او ۸۱۶ اخته کسانو نمونې اخیستل شوي چې له منځه یې ۶۰ زره او ۲۸۸ کسان پر دې ناروغۍ اخته پېژندل شوي او نږدې ۲ زره او ۶۴۲ نور یې له امله مړه شوي دي.

همدا راز د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۳۹‍۱ کسان چې پر دې وبا اخته وو، بېرته رغېدلي دي.

په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت مسوولانو ویلي چې په هېواد کې د کورونا ویروس درېیمه څپه تشخیص شوې ده.  د دغه وزارت چارواکو دا څرګندونې تېره ورځ د کورونا ویروس د درېیمې څپې د مدیریت په اړه مشورتي ناسته کې کړې دي. دوی ویلي چې د کورونا درېیمه څپه د هېواد له ختیځ څخه لوېدیځ لوري ته روانه ده او ډېری پېښې یې په ننګرهار، لغمان، کندهار، کابل، هرات، نیمروز او خوست ولایتونو کې ثبت شوې دي.

په نړۍ کې هم تر اوسه نږدې ۱۵۲ میلیونه او ۸۵۱ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له منځه یې څه باندې ۳ میلیونه او ۲۰۷ زره کسان مړه شوي او ۱۳۰ میلیونه او ۱۴۹ زره نور یې بیا بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه د هغو هېوادونو له ډلې دي چې په نړۍ کې پر کورونا ویروس د ډېرو اخته کسانو شمېرې په‌کې ثبت شوې دي. په ورته مهال امریکا په نړۍ کې د کورونا ویروس له امله د ډېرو مړو شویو کسانو په سر کې دی. په دغه هېواد کې تر اوسه ۵۹۰ زره کسان مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام