Asset 1SWN

کووېډ ۱۹؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې ۱۳کسان مړه کړي او ۴۶ پرې اخته شوي

hayeri_icrc_coronacoverage_kabul_0002-p170271ewzj0up7btidpvhssvd5ao2hle2auw3cpzo

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ کسان مړه کړي او ۴۶ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۱۸۸۶ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۱۸۹ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۳ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۵۸۴ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۳۰۱ کسان د کورونا له کبله مړه شوي هم دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۴ زره ۱۳۷ کسان بېرته روغ شوي دي.

یاد وزارت وايي، تراوسه په هېواد کې ۲۱۶ زره او ۵۵۰ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۹۰ میلیونه او ۶۹۳ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۹۴۳ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۶۴ او ۸۱۳ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام