Asset 1SWN

د کورونا واکسین به په شپږو میاشتو کې افغانستان ته راورسېږي

Covid-19-vaccine-ozd1ea5iaknvvc1viuh44ovzx027f4xxdj85ujywfg

د عامې روغتیا وزارت وايي چې ټاکل شوې د کورونا واکسین لومړۍ جوپه به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د نړیوال بانک او اسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ افغانستان ته راوړل شي.

د روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال بشیر نورمل او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح نن د مسوولو ادارو له استازیو سره د کورونا واکسین د برابرولو او عملي کولو پر څرنګوالي غږېدلي دي.

د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح مسوولو ادارو ته لارښوونه کړې چې د کورونا واکسین د تطبیق لپاره معیارونو ته په کتو له یوې مشخصې کړنلارې سره سم هڅه وکړي.

د روغتیا وزارت چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې افغانستان ته به د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایله د کورونا واکسین راورسېږي. د روغتیا وزارت د ویاند مرستیالې معصومې جعفري سلام‌وطندار ته ویلي و، هغه واکسین چې نړیواله ټولنه یې له افغانستان سره مرسته کوي، له ۲۰ تر ۳۰ میلیونه افغانانو پورې به ورسېږي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۵۳۸ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۲ زره او ۲۸۸ هغه مړه شوي او ۴۳ زره او ۹۴۸ زره نور بېرته رغېدلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام