Asset 1SWN

کورونا په ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان مړه کړي او ۷۶ پرې اخته شوي

EdWv8upXoAUUHs1-p15grp368gbvclec9kaa2wqs7txj18w3jd7kbjiq3w

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۲ کسان مړه کړي او ۷۶ نور پرې اخته شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۱۴۲۷ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په یاده موده کې ۲۰۸ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي. د وزارت د شمېرو له مخې، تازه پېښې په ۱۲ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۵۳۸ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۲ زره او ۲۸۸ هغه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، په یاده موده کې ۴۳ زره او ۹۴۸ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي. د روغتیا وزارت د راپور له مخې، تر اوسه ۲۱۴ زره او ۶۳۴ کسانو په ټول هېواد کې د کورونا ټېسټونه کړي دي.

په نړۍ کې بیا د کورونا د مثبتو پېښو شمېر له ۹۰ میلیونه واوښت. رسمي شمېرې ښيي چې تر اوسه په نړۍ کې له ۹۰ میلیونه او ۱۳۹ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له یو میلیون او ۹۳۵ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند بایللی او له ۶۴ میلیونه او ۵۳۸ زرو نه ډېر نور بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان په‌کې پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام