د کورونا واکسین به په شپږو میاشتو کې افغانستان ته راورسېږي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې ټاکل شوې د کورونا واکسین لومړۍ جوپه به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې د نړیوال بانک او اسیا پراختیايي بانک په مالي ملاتړ افغانستان ته راوړل شي. د چارواکو په وینا، دغه واکسین به له ۲۰ تر ۳۰ میلیونه هېوادوالو ته ورسېږي.

طالبانو ته د هبت‌الله اخوندزاده لارښوونه؛ څو ودونه مه کوئ

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د دغې ډلې مسوولانو ته لارښوونه کړې چې څو ودونه ونه کړي. د اِنډپېنډېنټ ورځپاڼې فارسي برخې لیکلي چې دې ورځپاڼې ته د رسېدلي سند له مخې، د طالب ډلې مشر هبت‌الله اخوندزاده د دې ډلې له مشرانو غوښتي چې دویم، درېیم او څلورم واده ونه کړي.

نیمروز؛ یوه هوايي برید کې ۱۴ ملکيان وژل شوي

 

نیمروز کې يوه معتبره محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، هوايي ځواکونو تېره شپه د خاشرود ولسوالۍ «منظري» سیمه کې د اوسېدو په یوه کور هوايي برید کړی دی.

سرچینې وویل، دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او یو په کې ټپي دی.

کابل کې چاودنې د عامه ساتنې د تصدۍ ویاند په ګډون ۳ کسان وژلي

کورنيو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د چسپکي ماين چاودنې له کبله د عامه ساتنې د تصدۍ رياست د ویاند په ګډون ۳ کسان وژل شوي او يو ټپي دی.

ياد وزارت د چاودنې په اړه ويلي، دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۸نيمې بجې د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند، سید نور محمد شاه مېنه کې د عامه ساتنې د تصدۍ رياست د ویاند ضیا ودان پر موټر د چسپکي ماین د چاودېدو له کبله شوې.