Asset 1SWN

نیمروز؛ یوه هوايي برید کې ۱۴ ملکيان وژل شوي

zarang-p15bl28vad73p9lzqxkx5dwsbpyj64f5q96zoterv8

 

نیمروز کې يوه معتبره محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، هوايي ځواکونو تېره شپه د خاشرود ولسوالۍ «منظري» سیمه کې د اوسېدو په یوه کور هوايي برید کړی دی.

سرچینې وویل، دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او یو په کې ټپي دی.

برید داسې مهال شوی چې طالبان دغه ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت وو او امنیتي ځواکونو له دې کبله چې دغه کور کې طالبان حضور لري، هوايي برید کړی.

سرچینې زیاته کړه، تراوسه معلومه نه ده چې برید د افغان او که د بهرنیو ځواکونو له خوا شوی دی.

ځینو سرچينو ویلي، وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي دي او برید هم د افغان ځواکونو له خوا شوی دی.

په همدې حال کې د خاشرود ولسوال جلیل وطندوست دغه هوايي برید کې د ۱۴ کسانو وژل کېدل تاییدوي؛ خو وايي ټول طالبان دي.

د خاشرود ولسوال دې برخه کې نور جزییات وړاندې نه کړل.

طالبانو تراوسه دې برخه کې نظر نه دی ورکړی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام