Asset 1SWN

کندهار؛ هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي

Kandahar-0-ozstp5zjyjc0iidq0b84vyo9j8tosxam7ly0sldlm4

د کندهار د ارغنداب ولسوالي د ناګهان سیمې په ده‌سبز کلي کې د هوايي برید له کبله د یوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي دي. دغه برید بېګاه یوولس بجې شوی دی.

د دغې کورنۍ یو خپلوان عبدالصمد وايي، په یاد برید کې ۲ نارینه، ۷ ماشومان او ۳ ښځې وژل شوې دي.

په کندهار کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي، وسله‌وال طالبان دغه کور ته نږدې راغونډ شوي وو او کله چې پرې هوايي برید شوی، د برید زوروتیا له کبله د یادې کورنۍ پر غړیو کوټې را نړېدلې دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغه برید افغان که بهرنیو ځواکونو کړی او کومې رسمي سرچینې یې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ناګهان سیمې اوسېدونکو غوښتل د اعتراض په توګه د وژل شویو کسانو جسددونه د ولایت مقام مخې ته راوړي، خو پولیسو د لارې په اوږدو کې ښار ته نه دي پرېښي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌وال طالبان له یوې اوونۍ راهیسي په ارغنداب ولسوالي کې یو وار بیا له افغان ځواکونو سره پر جګړې بوخت دي.

ارغنداب له کندهار ښاره ۱۰ کیلومټره لمر خاته خوا ته پرته ولسوالي ده او په دې وروستیو کې ترې د سختو جګړو او نښتو راپورونه ورکول کېدل.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام