د سمنګان د امنیې قومانداني د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان د دغه ولایت د کوز درهصوف ولسوالي په اړوند سیمه کې د یوه باروړونکي موټر د چلوونکي د وژل کېدو خبر ورکوي.
د سمنګان د امنیې قومانداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر فېروز فاروقي سلاموطندار ته ویلي چې دا پېښه نن سهار اته بجې شوې ده.
هغه وايي چې وژل شوی کس د پروان ولایت د غوربند ولسوالي د «مکرخېل قومچاق» سیمې اوسېدونکی دی.
د نوموړي په وینا، د دغه کس د وژل کېدو انګېزه تر اوسه نهده روښانه، خو امنیتي مسوولان یې د عاملانو د په نښه کولو او نیولو په لټه کې دي.