Asset 1SWN

بادغیس کې ناپېژنده کسانو یو ملکي وګړی وژلی

305b128d-0f40-45eb-84a7-e4dcf2e1f24b

بادغیس کې محلي سرچینې وايي چې ناپېژنده کسانو دغه ولایت کې یو ولسي وګړی وژلی دی.

پېښه بېګاه هغه مهال رامنځته شوې چې دغه کس د قادس ولسوالي له «خاک‌پولک» کلي څخه د «خواجه پسته» کلي پر لورې روان و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله پېښې تایید کړې او ویلي یې دي چې ناپېژنده کسانو یاد کس پنځه مرمۍ ویشتلی دی.

نوموړی زیاتوي چې د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي او د نورو عاملانو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د بادغیس محلي مسوولانو او سرچینې د یادې وژنې د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام