د ا.ا مشر غزني کې ۴۲۶ مدرسو ته ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي

د غزني د پوهنې ریاست مرستیال میرنصیراحمد حسیني سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پیسې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د دغه ولایت مدرسو ته ځانګړې شوي او ۸۰ سلنه یې هم لګول شوي دي.
په همدې حال کې د غزني یوشمېر اوسېدونکي که څه هم د اسلامي امارت له لوري مدرسو ته د دغو پیسو د ورکړې په اړه خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې ښووونځيو ته هم پاملرنه وکړي.

د هرات لسمه امنیتي غونډه په تاجکستان کې پیل شوه

د هرات امنیتي غونډې لسم پړاو نن د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبه کې پیل شو. دا غونډه چې د پخواني حکومت یوشمېر چارواکو او له ۲۰ ډېرو هېوادونو استازو په‌کې برخه اخیستې، سبا هم دوام ولري.
د افغانستان په اړه د هرات امنیتي غونډې جوړوونکي د سږ کال غونډه د تېرو هغو په پرتله چې د پام وړ پایلې یې نه‌ ‌لرلې، متفاوته بولي.

د کهر او متقي لیدنه؛ د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر همکاریو ټينګار شوی

د بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر چې نن د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلې، د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ پر همکاریو ټينګار کړی دی. ضیااحمد تکل زیاته کړې چې امیرخان متقي د ټاپي، ټاپ، رېل پټلۍ او نورو پروژې د چارو پیلېدو په اړه چمتووالی ښودلی دی.

اسلامي امارت: د افغانستان له فضا هره ورځ نږدې ۱۰۰ الوتکې تېرېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د وروستیو څو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

یاد معاونیت نن سه‌شنبه د لیندۍ اتمه ویلي، د هېواد د هوايي ډګرونو په ځینو برخو کې له ګاک شرکت سره تر تړونونو وروسته اوس په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه شاوخوا ۱۰۰ الوتکې تېرېږي.